یان ایګلند چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی د فرانسې خبري اژانس، سره په مرکه کې زیاته کړې، يواځې د محدودو اروپايي هیوادونو استازي افغانستان ته سفر کوي او د میرمنو حقونو د دفاع او جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې لپاره باید دغه استازي کابل او کندهار ته سفر وکړي.
هغه ویلي:
«په پاریس، کوپنهاګن، یا اوسلو کې بل کنفرانس ته اړتیا نشته ځکه افغان میرمنې اړتیا لري چې په افغانستان کې له دوی سره تعامل او د دوی لپاره مبارزه وکړو.»
ښاغلي ایګلنډ پر نجونو او ښځو لګول شويو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، له نادولتي موسسو څخه د ښځو د ایستلو او د پروژو د ځنډېدو لامل د بودیجې نشتوالی دی.
په ورته وخت کې یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وایي، د دوی پر وړاندې د شته محدودیتونو د له منځه وړلو لپاره باید نړیواله ټولنه په مستقیم ډول افغان میرمنو او د طالبانو حکومت سره خبرې اترې وکړي.
د دوله له ډلې د کابل اوسېدونکې سپوږمۍ ازادي راډیو ته وویل:
«زموږ له نظره دا به ډیره بهتره وي چې د بهرني هیوادونو استازي او مشران له افغان نجونو سره مخامخ په ارتباط کې اووسي، د دوی ستونزې واوري او تر ټوله مهمه دا ده چې دوی د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او هغه ستونزې چې د نجونو د تعلیم او کار په برخه کې شته د هغې په لمنځه وړلو کې همکاري وکړي.»د کابل اوسېدونکې سپوږمۍ
له زده کړو بې برخې او د پلازمینې یوې بلې اوسېدونکې یوې نجلۍ، بهار ازادي راډیو ته وویل:
«نړیوالې ټولنې ډيرې هڅې کړي خو لیدل کیږي چې هیڅ بدلون نه دی راغلی، زما په نظر که دا دوی ته یوه جدي موضوع ده نو باید افغانستان ته سفر وکړي، له نږدې دې خبرې وکړي او د خواشيني څرګندولو پر ځای دي يو عملي اقدام ترسره کړي.»
سخت ژمی او کډوال
د ناروې د کډوالو شورا مشر دغه شان په خپله مرکه کې له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو جبري ستنولو ته هم اشاره کړې.
یان ایګلند ویلي، چې ایران د ورځې په زرګونه افغان کډوال په دې سخت ژمي کې افغانستان ته ستنوي.
هغه مخکې ویلي وو چې له لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او د اقلیم له کړکېچونو وروسته افغانستان د میلیونونو راستنیدونکو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو نه دی.
د ناروې د کډوالو شورا مشر په داسې حال کې د نجونو د حقونو پر سر طالبانو سره د تعامل خبره کوي، چې طالبانو په ٢٠٢١ کال کې په افغانستان کې له بیا واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي او په پراخه کچه یې په ښځو باندې کاري محدودیتونه هم لګولي دي.
د طالبانو دغه بندیزونه د نړۍ په کچه غندل شوي خو دوی لا په دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښوولی.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه خوندي کړي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو په کلکه رد کړې ده