د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د بې پولې خبریالانو ټولنه: طالبانو په یوه کال کې د ۱۳ رسنیو فعالیت درولی


بیګم راډیو
بیګم راډیو

د بې پولي خبریالانو ټولنه (RSF) په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو په فعالیتونو د بندیزونو زیاتېدل غندلي دي.

د بې پولي خبریالانو سازمان (ار اس اف) په افغانستان کې د بيګم راډيو پر فعالیت بنديز غندلی او ویلي چې د طالبانو حکومت له يوه کال څخه په کمه موده کې لږ تر لږه 12 رسنۍ تړلي دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۶مه په یوې خبرپاڼې کې وویل، په افغانستان کې د بیګم راډیو د فعالیتونو بندېدا د رسنیو په وړاندې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي ښکارندویي کوي.

په دې خبرپاڼه کې د دې راډيو د دوو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو او د دې بندیز په لغوه کېدو ټینګار شوی، راغلي، "د طالبانو له خوا د بېګم رادیو په نښه کول د مطبوعاتو پر ازادۍ یو بل برید او د رسنیو د ځپلو د پراخې پالیسۍ یوه برخه ده."

د بې پولي خبريالانو د ټولنه د خبرپاڼې له مخې، په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ١٤٠ خبريالان نيول شوي او په سلو کې ٨٠ ښځينه خبريالانې د خپل مسلک پرېښودو ته اړې شوې دي.

د دې سازمان پر اساس، کم شمیر خبریالې میرمنې چې په افغانستان کې پاتې دي له سختیو، لکه رسمي سرچینو ته د لاسرسي، له محرم پرته سفر کولو او د نارینه همکارانو ترڅنګ د کار کولو له محدودیتونو سره مخامخ دي.

دوو ښځینه خبریالانو، چې نه غواړی د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل: («د هرې رسنۍ تړل د بیان د ازادۍ د له منځه وړلو په مانا دي، که همداسې دوام وکړي له بده مرغه په راتلونکو څو کلونو کې به په افغانستان کې داسې یوه سرچینه نه وي چې د میرمنو غږ نړۍ ته ورسوي.»

«پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو حکومت محدودیتونه او فشارونه کومه نوې خبر نه ده، د دې محدودیتونو کړۍ ورځ په ورځ تنګیږي او د ښځینه خبریالانو پر کار اغیز کوي، د دې لامل کیږي چې د رسنیو ارزښت ټيټ شي، او دوی هره ورځ د طالبانو تر سانسور او نظر لاندې کار وکړي.»

پر رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو په اړه غبرګونونه په داسې حال کې زیات شوي، چې د سې شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت، بیګم راډیو په بهر کې میشتې یوې تلویزیوني شبکې ته د محتوا د وړاندې کولو او د جواز د شرایطو د نه مراعتولو په ګډون په یو شمیر سرغړونو تورنه کړه.

په ځواب کې، بیګم رادیو د یاد وزارت دغه پریکړه وغندله او راپور یې ورکړ چې طالب چارواکو د ښځینه کارکوونکو معلومات، هارډ دیسکونه او ګرځنده تلیفونونه ضبط کړي دي.

دې رسنۍ ویلي دي چې طالبانو د دوی دوه تنه نارینه کارکوونکي هم نیولي دي چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی.

په همدې حال کې د بې پولي خبریالانو سازمان په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې بېګم راډیو چې په ۲۰۲۰ کال کې تاسیس شوې د هغو افغان میرمنو لپاره یو حیاتي پلټفارم دی چې د طالبانو له خوا په بشپړه توګه ځپل شوي او د ژوند له لومړنیو فرصتونو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بیګم راډیو د فعالیتونو د مخنیوي او د دې راډیو د دوو کارکوونکو د نیولو په غبرګون کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) او په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د دې سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم اندېښنه څرګنده کړې او د بیګم راډیو د کارکوونکو په ګډون یې د هغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د بیان د ازادۍ له حقه د استفادې په خاطر د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG