د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

په هلمند کې بزګرانو ته د لوړ عاید نوې هیله؛ د اصلاح شویو تخمونو څېړنه پیل شوې


په هلمند کې د غنمو یوه کرونده
په هلمند کې د غنمو یوه کرونده

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د غنمو او اوربشو د اصلاح شویو تخمونو پر څېړنې کار کوي. چارواکي وایي، چې د دې څېړنې په پایله کې به د بزګرو حاصلات ډېر شي.

هلمند، د کرنیزو مځکو د زیاتوالي او د طبیعي شتمنیو له لحاظه یوه غني سیمه ده. دا ولایت د غنمو او اوربشو د کښت لپاره ډیر امکانات لري. د دې ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د غنمو او اوربشو د اصلاح شویو تخمونو پر څېړنې کار کوي، ترڅو بزګران په راتلونکي کال کې د لوړ کیفیت حاصلات ترلاسه کړي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي د غنمو او اوربشو د مورنیو او هستوي تخمونو د څېړنې په پایله کې به د راتلونکي کال لپاره د یاد ولایت کروندګر له ښو حاصلاتو څخه برخمن شي چې په مرسته به یې لوړ عاید تر لاسه کړي.

د کرنې په ریاست کې د پلان او همږغۍ د برخې مسوول شفیع الله مبین وايي، د غنمو او اوربشو د اصلاح شويو تخمونو څېړنې نه یوازې د هلمند د بزګرانو لپاره ګټورې دي، بلکې د ځمکې له شرایطو سره سم د محصولاتو کچه او کیفیت زیاتوي.

هغه زیاتوي: "د دې پروژې له لارې به زموږ د بزګرانو عاید لوړ شي، ځکه چې اصلاح شوي تخمونه د زیات حاصل او ښه کیفیت لپاره غوره دي."

د کرنې ریاست مسوولان زیاتوي چې د غنمو څېړنې د دغه ولایت مرکز لښګرګاه ښار اړوند د بولان په تحقیقي فارم کې ترسره کېږي. هغوی وایي، چې دغه فارم د تخمونو د اصلاح او د کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره یو مهم ځای دی.

د بولان فارم مسوول عبدالمنان امیري، چې د تخمونو د تولید او اصلاح په برخه کې تخصص لري، د دې څېړنیز پروګرام په اړه خپل نظر څرګندوي، وایي: "د هلمند بزګران اصلاح شویو تخمونو ته زیاته اړتیا لري، ځکه چې دا تخمونه د ځمکې له شرایطو سره سمون لري او د دوی حاصلات زیاتوي. په راتلونکي کال کې به د دې پروژې په مرسته د بزګرانو په مځکه کې ښه تولیدات ولرو."

د بولان فارم مسوول همدارنګه د تخنیکي اړخونو په اړه خبرې وکړې، چې د تخمونو اصلاح، کښت کولو تګلارې، او د مناسب وخت انتخاب یې په کې شامل دي. هغه ویلي، دا څېړنې به د هلمند بزګرانو ته یوه لويه مرسته وي.

د هلمند ولایت بزګران هم د کرنې ریاست د دې مهمې څېړنې هرکلی کوي. دوی وايي چې له اصلاح شویو تخمونو څخه استفاده د دوی لپاره د تولید کیفیت او اندازه زیاتوي.

یو شمېر بزګران وایي، چې د دې تخمونو له لارې یې د کښتونو کچه لوړه کړې او ښه عاید یې ترلاسه کړی دی.

یوه بزګر اغا ولي وویل: "موږ د اصلاح شویو تخمونو څخه ګټه اخلو، او اوس به زموږ حاصلات ډېر ښه شي. موږ هیله لرو چې په راتلونکي کال کې زموږ محصول نور هم ښه شي او د کرنې ریاست د دې څېړنو له لارې موږ ته لا زیات ملاتړ وشي."

XS
SM
MD
LG