د تهران د قضايي قوې مشر علي القاصي ویلي، په تهران کې ډېری زیانمن ماشومان افغانان دي.
نوموړي زیاته کړې چې نژدې ۳،۷۰۰ زیانګالي ماشومان په تهران کې تشخيص شوي، چې ۸۲ سلنه یې " غیرقانوني بهرني اتباع دي".
ایراني چارواکي او رسنۍ عموماً افغان کډوالو ته د بهرنیو اتباع اصطلاح کاروي.
که څه هم د تهران ولایت د قضايې قوې مشر د زیانمنو ماشومانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د "ایسنا" خبري آژانس د راپور له مخې، القاصي ویلي که د بهرنیو اتباعو پر مدیریت او نظارت سم کار شوی وای او مقررات په سمه توګه عملي شوي وای، نو دا شمیرې به نه وې ثبت شوې.
نوموړي دا هم منلې چې په ایران کې د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او زياته کړې یې ده چې دې برخه ته سمه پاملرنه نه ده شوې.
القاصي، د کارګرو، بېسرپرسته او بدسرپرسته ماشومانو ستونزه، یوه جدي ټولنیزه مسئله بللې ده.
په همدې حال کې، یو شمېر افغان کورنۍ چې په تهران کې اوسېږي، وايي له سختۍ او بېوسۍ یې ماشومان کار کولو ته اړ شوي چې د کور لګښتونه برابر کړي.
سید آقا، یو افغان کډوال چې په تهران کې اوسي، ازادي راډيو ته يې وويل:
"زما دوه زامن په فابریکه کې کار کوي، یو یې ۱۵ کلن دی او بل یې ۱۶ کلن. زه خپله معیوب یم، کار نشم کولای. هغوی هم له سلګونو ستونزو سره مخ دي، پولیس یې نیسي، ځوروي يې، همدا شنبې یې حوزه ته وړي ول، په ډېرو جنجالونو مې خلاص کړل."
په تهران کې بل افغان کډوال صادق، وايي:
"زوی مې په یوه مارکیټ کې کار کوي، خپله په نانوايي کې کار کوم. ډېر هڅه کوم چې یو ښه کار پیدا کړم، ترڅو د زوى بوج مې لږ شي. ډېر مې زړه درد کوي چې له زدهکړو پاتې شو، خو اوس مجبوره یو چې د کور لګښتونه برابر کړو. قیمتي هم ډېره زیاته شوې ده."
مخکې تر دې د ایران د ماشومانو د حقونو د ملي شورا مشر علي کاظمي ویلی وو، په تهران کې د کارګرو ماشومانو ۸۵ سلنه افغانان دي.
د تهران د قضايې قوې مشر دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ تیزه کړې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر، اسکندر مومني، مخکې اعلان کړی و چې د روان کال له پیله راهیسې، شاوخوا ۱،۱ میلیون افغان کډوال له ایرانه شړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اوسمهال په ایران کې ۷ لکه او ۸۰ زره ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي، خو ویل کېږي چې تر ۲،۵ میلیونه ډېر نور افغانان په ایران کې اوسي، چې قانوني اسناد نه لري.