د طالبانو د حکومت د ځینو معلوماتي بانکونو د هک کېدو او د بېلابېلو ادارو د زرګونو اسنادو له افشا کېدو سره همهاله ځیني خلک او د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي چې دا معلومات بوږنوونکي دي او د بشري حقونو پراخې سرغړونې ښيي.
یوې نامعلومې هکرې ډلې په یوه بېساري اقدام کې د طالبانو د حکومت پر ادارو سایبري برید کړی او د ۲۱ وزارتونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې د «طالبلیکس» په نوم په یوه ویب سایټ کې خپاره کړي دي.
د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، د اطلاعاتو او کتلور، مخابراتو، کانونو، او د امر بالمعروف وزارتونو او په ورته وخت کې ستره محکمه او د محابسو د عمومي ریاست، د هغو بنسټونو له ډلې دي چې اسناد یې افشا شوي دي.
په افشا شویو اسنادو کې رسمي احکام، دولتي مکتوبونه، اقتصادي قراردادونه، اداري معلومات او د طالبانو حساس امنیتي اسناد شامل دي.
د سلګونو ښځو په ګډون د زرګونو کسانو نیول، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا د خلکو ځورونه، د پخواني حکومت د کارکوونکو پر ضد اقدامات، د طالبانو غړو ته د امتیازاتو او اسانتیاوو برابرول، د خلکو پر ژوند د بېلابېلو محدودیتونو لګول او د بشري حقونو پراخې سرغړونې د افشا شويو اسنادو مهمې برخې دي.
د دغو سندونو له خپرېدو سره همهاله یو شمېر افغانان، په ځانګړي دول هغه ښځې چې د طالبانو له زندانونو ترخې تجربې لري، ادعا کوي چې په دغو زندانونو کې ښځې سختې
ه افشا شویو اسنادو کې رسمي احکام، دولتي مکتوبونه، اقتصادي قراردادونه، اداري معلومات او د طالبانو حساس امنیتي اسناد شامل دي
شکنجه کیږي.
ژولیا پارسي او رقیې ساعي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"ډېری دا موارد پټ پاتې شوي او قربانیانو د طالبانو له ویرې او د ټولنې د قضاوت له کبله چوپتیا غوره کړې، خو زموږ تجربه دا ده چې د طالبانو په زندانونو کې هېڅ ډول خوندیتوب نشته. د جبري اعترافونو د تر لاسه کولو لپاره له سختو فزیکي شکنجو کار اخیستل کیږي، او واقعاً د دوی زندانونه ډاروونکي دي."
"دا ښيي چې طالبان د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف په لټه کې دي. موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او نور اړوند سازمانونه دې مسئلې ته جدي پام وکړي او د هغو ټولو ښځو هویت معلوم کړي چې په زندانونو کې دي."
د بشري حقونو فعالان له ډلې یې فضیل صابري وايي چې له افشا شویو اسنادو معلومیږي چې د بشري حقونو وضعیت څومره په افغانستان کې کړکیچن دی:
"د داسې اسنادو خپرېدل او د زندانیانو، په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت افشا کېدل د افغانستان کړکیچن وضعیت او د بشري حقونو سرغړونې ښيي. د طالبانو حکومت زندانیان په نامناسبو او غیر انساني شرایطو کې ساتي، او ډېری یې حتی د سیاسي یا ټولنیزو دلیلونو له مخې نیول شوي دي. زه د بشري حقونو د مدافع په توګه د دې کسانو د حقونو په اړه جدي اندېښنه لرم."
د طالبانو حکومت تایید کړه چې د دوی د ادارو اسناد هک شوي، خو وايي چې ډېری یې په تېرو کلونو پورې اړه لري.
د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، لومړني معلومات ښيي چې دا اسناد ښايي له انفرادي کمپیوټرونو، چې د دې وزارت په وینا امنیتي تدابیر یې نه لرل، افشا شوي وي.
دغه وزارت همدا شان ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت مرکزي معلوماتي بانک نهدی هک شوی او وايي چې دا اسناد د عامه ذهنیت د ګډوډولو په موخه خپاره شوي دي.
تر اوسه د هکرانو هویت او د «طالبلیکس» ویبسایټ جزئیات معلوم نه دي، او په ورته وخت کې هېڅ ډلې د دې سایبري برید مسوولیت نه دی منلی.