علی امین ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو د مخنیوي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه جرګه افغانستان ته ولیږي، چې د ده په خبره د بیلابیلو قومونو استازې به پکې ګډون ولري.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۶مه د ښاغلي ګنډاپور په قول لیکلي، خیبرپښتونخوا ایالت د افغانستان د تېرو څو لسیزو له ناامنیو خورا اغیزمن شوی.
په ورته وخت کې یوې بلې پاکستاني رسنۍ، قبایلي خبري شبکې (ټرایبل نیوز نیتورک) د پنجشنبې په ورځ د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د خیبرپښتونخوا حکومت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې د وړاندیز شوې جرګې په اړه له افغان چارواکو سره اړیکي نیول پیل کړي خو دا پروسه سعودي عربستان ته د افغانستان د اوسني حکومت د دوو لوړپوړو چارواکو د رسمي سفر
افراسیاب خټک: زما په اند دا خبره به پایله ونه لري، یوازې دا ده چې ایالتي حکومت ته به یوه موقع په لاس ورشي چې ووايي، موږ هڅې روانې کړي
له امله ځنډول شوې.
د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي د جرګې لپاره د پلاوي جوړولو خبره شوې خو لا هم پلاوی نه دی جوړ شوی او په اړه یې خبرې روانې دي:
«د جرګې خو دوی ویلي خو د مرکز اجازې ته به اړتیا وي، نو وبه لیدل شي چې دا کله ترلاسه کيږي، خو د خیبرپښتونخوا پالیسي دا ده چې پلاوی ولیږي او افغان طالبانو سره وغږیږي او د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي چې څنګه په پاکستان په ځانګړي توګه په خیبرپښتونخوا کې په پیښو کې کمي راشي. »
خو د پاکستان د سنا جرګې پخوانی غړی او مخور سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د مرکز له پریکړې پرته دا ډول وړاندیزونه به کومې پایلې ونه لري:
نوموړي ازادي راډيو ته وویل «زما په اند دا خبره به پایله ونه لري، یوازې دا ده چې ایالتي حکومت ته به یوه موقع په لاس ورشي چې ووايي، موږ هڅې روانې کړي، پاکستان کې ستونزه دا ده چې د مرکزي او ایالتي حکومتونو تر منځ ډیر واټن او اختلاف دی، اساسي پریکړې د مرکزي حکومت له خوا کېږي نو اعلی وزیر سره دومره اختیار نشته په ځانګړې توګه چې مرکزي حکومت سره هم اختلاف ولري.»
له بلې خوا د پاکستان د سرحداتو وزیر امیرمقام د ګنډاپور د خبرو په غبرګون ویلي چې دا اقدامات نتیجه نه ورکوي. هغه وايي له دولتونو سره د مذاکرو صلاحیت د پاکستان د حکومت دی او صوبې په خپل سر کار نه شي کولی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د وړاندیز شوي پلان له مخې به د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشاور برسټر محمد علي سیف او د قبایلي مشرانو په مشرۍ یو کوچنی پلاوی د لومړنیو خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي چې تمه ده په دې خبرو کې به د دواړو خواوو ترمنځ پر کرښه د امنیت، سوداګریزو اړیکو او پراخو همکاریو تمرکز وشي.
د یادونې ده چې ګنډاپور د تېر کال د سپتمبر میاشتې په یوولسمه هم ویلي و چې له افغانستان سره خبرې کوي او د طالبانو حکومت ته پلاوی لېږي.
نوموړې د خپل دې کار هدف د خپل ایالت خیبر پښتخوا ژغورل ګڼلي و او ظاهراً یې اشاره د ټيټيپي د بریدونو مخنیوي ته وه، چې پاکستان وايي دا ډله د افغان طالبانو له ملاتړه برخمنه ده.
خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هغه مهال د طالبانو له حکومت سره د خبرو په اړه د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر له وړاندیز سره مخالفت وکړ.
خواجه اصف ویلي و چې یو ایالت له کوم هېواد سره مخامخ خبرې نهشي کولی.
د پاکستان مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، چې بندي دی، د ګنډاپور د څرګندونو ملاتړ کړی و.