خو د ارزګان بزګران وايي، غنم یې اقتصادي اړتیاوې نه پوره کوي، ځکه د کرنیزو توکو، ځانګړي ډول کیمیاوي سرو ګرانوالي، د دوی لپاره مالي ستونزې جوړې کړې دي.
ارزګان چې د افغانستان په جنوب کې پروت دی، نږدې ۹۰ سلنه وګړي یې د کرنې له لارې خپل اقتصاد پرمخ وړي.
غنم، د کوکنارو پر ځای بدیل؟
اوس مهال چې ژمی دی، غنم تازه له مځکې راپورته شوي، او بزګران یې په پالنه بوخت دي. مخکې کلونه، د همدې وخت کروندګر د کوکنارو په پالنه بوخت وو، خو اوس چې طالبان د کوکنارو کر بند کړی، بزګران اړ شوي پر خپلو مځکو غنم وکري.
صاحب جان چې دوه کاله وړاندې یې پر خپلې مځکه کوکنار کرلي وو، وايي:
"په ارزګان کې ټول بزګران غنم کرلي او یو شمېر نیالګي یې هم کښینولي، خو مخکې کلونه کوکنار وو. اوس خلک د ژمي موسم ته په کتو د غنمو په پالنه بوخت دي."
راز محمد د غنمو د بیې پر لوړېدو اندېښنه لري او وايي، که څه هم اوس زیات خلک غنم کري، خو بیې یې کمې شوې نه دي.
"مخکې بزګران کوکنار کرل، اوس دا څو کاله کیږي چې کوکنار بند شوي، خو غنم ورځ تر بلې قیمت کیږي. اوس مهال د یوه من غنمو بیه ۱۰۰ افغانۍ ته رسېدلې ده."
د بزګرانو اقتصادي ستونزې او غوښتنې
د ارزګان یو بل بزګر نورمحمد وايي، د کوکنارو پر ځای غنم کرل ښه چاره ده، خو غنم د بزګرانو اړتیاوې نشي پوره کولی، ځکه د کرنې لګښتونه لوړ دي.
"سږکال غنم کمزوري دي، موږ دا توان نه لرو چې کیمیاوي سره ورته واخلو. یوه بوجۍ سره ۴۵۰۰ افغانۍ ده، حکومت ته پکار ده چې زموږ سره مرستې وکړي او بدیل کښتونه پیدا کړي."
د کرنې ریاست دریځ
د ارزګان د کرنې ریاست د ترویج مدیر قدرت الله حمیدي وايي، سږکال ۲۷ زره هیکټاره مځکه د غنمو تر کښت لاندې ده، او دوی ۱۷ زره بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلي دي.
"موږ هڅه کوو چې د کوکنارو بدیل کښت ته زمینه برابره کړو، او راتلونکې کې نورې مرستې هم وکړو."
د بزګرانو راتلونکی انتخاب څه دی؟
ارزګان، هلمند، او کندهار هغه ولایتونه دي چې د بزګرانو اقتصاد یې تر ډېره د کوکنارو پر کر ولاړ وو، خو له هغه وروسته چې طالبانو یې کر بند کړ، اوس د اقتصادي ستونزو له امله د بدیل کښت غوښتنه کوي.
بزګران وايي، که حکومت ورسره مرستې ونه کړي، د دوی اقتصادي وضعیت به نور هم خراب شي.