د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو پر افغانستان بحث وکړ


د تاجکستان پلازمېنه ، د دوشنبې ښار یو څنډه
د تاجکستان پلازمېنه ، د دوشنبې ښار یو څنډه

په تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه شپږمه ناسته کړې.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام، تازه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اروپايي ټولنې دیپلوماتانو او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د بشري، سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په تړاو شپږمه ناسته ترسره کړې.

د تاجکستان لپاره د اروپايي ټولنې د دفتر له‌خوا په خپرې شوې اعلامیه کې، چې زیات جزییات یې نه دي ورکړي، راغلي چې د غونډې ګډونوالو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او امنیتي ننګونو په اړه نظریات تبادله کړي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د همدې لړۍ پنځه ناستې په بیشکیک، عشق‌آباد، بروکسل، تاشکند او الماتا کې ترسره شوې وې.

د افغانانو غبرګون

یو شمېر عام افغانان او د ښځو د حقونو فعالانې وايي، نړیواله ټولنه باید یوازې پر غونډو، خبرو او اعلامیو بسنه ونه‌کړي، بلکې ملموس اقدامات وکړي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي خالد ازادي راډیو ته وویل:
"اروپايي ټولنه او په ټوله کې لویدیځ د افغانستان د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په اړه څرګندونې کوي، خو تر اوسه یې داسې اقدام نه دی کړی چې د خلکو په ژوند کې عملي مثبت بدلون راولي."

د ښځو د حقونو فعالې، فاطمې اعتمادي، هم ورته نظر لري او ازادي راډیو ته یې وویل:
"د ښځو د حقونو د یوې فعالې په توګه، له نړیوالې ټولنې غواړم چې یوازې په ناستو او اعلامیو بسنه ونه‌کړي، بلکې په رښتیني توګه له افغانانو سره ودریږي. دا د دوی انساني مسؤولیت دی."

د طالبانو غبرګون

طالبانو، چې له بیا واکمنېدو وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیزونه لګولي، د ناستې په غبرګون کې ویلي، سیمه‌ییز هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي، ترڅو د سیمه‌ییز ثبات تضمین وشي.

د طالبانو مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د دوی حکومت ښه اړیکې لري.

د سیمه‌ییزو هېوادونو متفاوت دریځ

تاجکستان وخت ناوخت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت ادعاوې کړي او د خپلو پولو امنیت ته یې پام اړولی دی، خو د منځنۍ اسیا نور هېوادونه بیا مختلف دریځ لري.

  • قزاقستان او قرغزستان د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړی.
  • ازبکستان او ترکمنستان له طالبانو سره ښې اړیکې لري.
  • ترکمنستان بیا په سیمه کې د بې‌پرتوب سیاست خپل کړی.
XS
SM
MD
LG