د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

په کندهار کې د زړه ناروغۍ په زیاتیدو دي


د میرویس روغتون د داخله ناروغیو څانګې لوحه
د میرویس روغتون د داخله ناروغیو څانګې لوحه

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.

د ناروغانو کیسې: د زړه حملې علتونه او اغېزې

محمد، چې وايي د کورنۍ غمونو د زړه ناروغ کړی
۷۰ کلن محمد، چې دا یې دوهم ځل دی چې د زړه حمله پرې راځي، وايي د کورنۍ غمونو او رواني فشارونو د ده روغتیا اغېزمنه کړې. دی زیاتوي، چې درې لمسیانې یې د کور د چت نړیدو له امله مړه شوي، چې دا غم یې د زړه ناروغۍ سبب شوی.

اویا کلن محمد وايي د کورنیو ستونزو او ناخوالو د زړه په ناروغۍ اخته کړی دی
اویا کلن محمد وايي د کورنیو ستونزو او ناخوالو د زړه په ناروغۍ اخته کړی دی

محمد وايي: "پر لمسیانو مې د خونې چت راچپه شو، درې واړه شهیدانې شوې. درېیمه ورځ وه چې د زړه حمله راباندې راغله، په ځان نه پوهېدم، په ځولۍ کې یې راوړی وم. اوس یواځې نفس تنګي لرم، نور ښه یم."

عبدالشکور، چې د اقتصادي ستونزو له امله د زړه حمله پرې راغلې
۵۸ کلن عبدالشکور یو بل ناروغ دی، چې د زړه د حملې وروسته روغتون ته راوړل شوی. دی وايي، د اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو له امله یې تل چورتونه وهل، چې بالاخره د زړه حمله پرې راغله.

عبدالشکور وايي: "چورت او فکر ډېر وهم، غریبي ده څه وکړم. فکر کوم له همدې امله دا ناروغي راباندې راغله. په ځان نه پوهېدم، یوازې دومره وپوهیدم چې دلته یې راوستلم."

د زړه ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه

د میرویس حوزوي روغتون د داخله ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر عزت الله نېکزاد وايي، د تېرو کلونو په پرتله د زړه ناروغان ډېر شوي، چې ځینې یې د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ډاکټر نېکزاد زیاتوي: "د بده مرغه باید ووایم چې د زړه ناروغۍ ورځ تر بلې ډېریږي. یوازې تېره میاشت مو ۴۶ ناروغان بستر کړي، خو زموږ OPD ته په زرګونو نورو د زړه ناروغانو مراجعه کړې ده."

روغتیاپالان د زړه ناروغیو د اصلي لاملونو په اړه وايي:

  • رواني فشارونه او خپګان
  • د نشه يي توکو استعمال
  • د وینې لوړ فشار (بلډ پریشر)
  • د شکري ناروغي
  • د غوښو او مالګې زیات استعمال
  • چاغښت او غیر فعاله ژوند
  • د ورزش نه کول او تل ناست ژوند

د زړه ناروغیو مخنیوي لپاره سپارښتنې

روغتیاپالان وايي، د زړه او رګونو د ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو مراعات کول تر ټولو مهم دي.

دوی سپارښتنه کوي:

  • منظم فزیکي فعالیتونه ترسره کړئ
  • صحي خوراک ته پام وکړئ
  • د غوښې او مالګې استعمال کم کړئ
  • د نشه يي توکو څخه ډډه وکړئ
  • رواني فشارونه کنټرول کړئ

پایله:
په کندهار کې د زړه ناروغۍ د زیاتوالي عمده لاملونه اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه، ناسمه تغذیه او غیر فعال ژوند بلل کېږي. روغتیاپالان ټینګار کوي، چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید خلک خپل ژوند ته ځانګړی پام وکړي، متوازن خوراک وکړي، او د ذهني فشارونو د کمولو لپاره مناسبې لارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG