د ترکیې په پلازمینه انقره کې افغان سفارت د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۸مه رسما د خپلو ډپیلوماټیکو فعالیتونو د پای رسیدو خبر ورکړی دی.
دغې سفارت د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د ترکیې پر حکومت او په دې هېواد کې د افغان سفارت پر کارکوونکو د فشارونو په پایله کې کوربه هېواد پریکړه وکړه چې په دې سفارت کې د تیرجمهوریت د کارکوونکو ماموریت پای ته ورسوي.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،"دا پریکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیون پر بنسټ شوې" او افغان سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
په ترکیه د افغان سفارت د فعالیتونو په اړه پریکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیون پر بنسټ شوې او دا سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دیپه ترکیه افغان سفارت
په ترکیه کې افغان سفارت د فعالیتونو د دوام او د قنسولي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دا پریکړه مهمه یاده کړې ده.
له دې وړاندې یوې باخبره سرچیني چې نه يې غوښتل نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و، د تیرجمهوریت شپږ ډپیلوماټان له هغې ډلې په ترکیه افغان سفیر محمد امین رامین خپل ماموریت په دې سفارت کې پای ته رسولی او پر ځای شپږ نور ډپیلوماټان چې درې تنه يې د طالبانو له خوا ګمارل شوي کار پیل کړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپریدو، په اړه چې ایا د طالبانو حکومت به دې سفارت ته نوي استازي ورواستوي او کنه، زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېم سیاسي مشر ذاکرجلالي پنجشنبې ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، " په انقره کې به د افغان سفارت فعالیتونه دوام ولري او د دوی سیاسي استازي به هلته کار کوي او فعالیتونه ته به دوام ورکړي".
و مو غوښتل په دې اړه په ترکیه کې د افغان سفارت سفیر محمدامین رامین نظر هم وپوښتو، خو هغه زموږ پوښتنې د راپور تر خپریدو ځواب نه کړې.
خو په ترکیه کې د تیرجمهوریت د ډپیلوماټانو ماموریت پای ته رسول او کوربه ترکیې هېواد ته د دې سفارت سپارل په څه مانا دي؟
که چیرته ترکیه له طالبانو سره په اړیکو کې تعادل رامنځته نه کړي او د طالبانو ډپیلوماټان ونه مني، دا به دې مانا ده چې ترکیه د طالبانو د مخالفو کسانو تر شا ولاړه دهد نړیوالو اړیکو پوه، هاشم وحدتیار
د نړیوالو اړیکو پوه، هاشم وحدتیار وايي، ترکیه له طالبانو سره د خپلو اړیکو پرخوال غواړي.
"ترکیه د هغوو افغان سیاستوالو کوربه ده، چې د طالبانو مخالفین دي، که چیرته ترکیه له طالبانو سره په اړیکو کې تعادل رامنځته نه کړي او د طالبانو ډپیلوماټان ونه مني، دا به دې مانا ده چې ترکیه د طالبانو د مخالفو کسانو تر شا ولاړه ده.
نو په دلیل ترکیه غواړي طالبانو ته وښايي چې موږ ستاسې ډپیلوماټان منو څو قنسولي فعالیتونه جاري وساتل شي".
د وحدتیار په خبره، په ترکیه د طالبانو د ډپیلوماټانو منل د طالبانو د رسمیت پیژندو په مانا نه ده او د طالبانو د کړنو او هغوو اصولو او قوانیو له مخې چې پر ښځو او افغانانو یې وضعه کړي، د رسیمت پیژندلو موضوع د ترکیې په اجنډا کې نشته.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنید څه باندې درې کاله تیریږي، خو د ترکیې په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.