د اتلانو جام یا چمپینیز ټرافي په لوبو کې چې د روانې فبرورۍ په ۱۹مه به په پاکستان کې پیل شي د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د انګستان د لوبې د بایکاټ له غوښتنې وروسته د انګستان کرکټ بورډ « ECB» وايي چې دا لوبه به بایکاټ نه کړي.
د انګستان د کرکټ بورډ مشر ریجارډ ټامسن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا (ICC) او لوبغاړو سره تر سلا مشورې وروسته یې دا پریکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي ټامسن له قوله همدا شان ویل شوي چې «د ډېرو عادي افغانانو لپاره د خپلې کرکټ لوبډلې ننداره د ژوند له هغو لږو خوښیو څخه ده چې دوی ته ورپاتې ده نو له همدې امله به موږ په دې لوبه کې ګډون وکړو.»
د انګستان د کرکټ بورډ وروستۍ پریکړه د ځینو کرکټ پوهانو او د کرکټ د مینوالو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.
د کرکټ د چارو پوه سمیع الله هلال او د کرکټ یوې مینوالې زرمینې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« د انګستان کرکټ دا پریکړه چې له افغانستان سره به لوبه کوي ښه او پرځای ده او دا د افغانستان د کرکټ او مینوالو لپاره ښه خبر دی ځکه موږ ویره لرله چې خدای مه کړه د اسټرالیا په څېر چې پخوا یې په یوه بل پړاو کې له افغانستان سره له لوبو انکار کړی و، دوی هم داسې پریکړه ونه کړي خو ښه ده چې داسې ونه شوه.»
« تازه چې د انګستان کرکټ بورډ ویلي چې له افغانستان سره به لوبه کوي موږ ورته ډېر خوشحاله یوو او هرکلی یې کوو ځکه چې په اوس وخت کې یوازې همدا کرکټ دی چې موږ ته خوښي راکوي.»
د بریتانیا ۱۶۰ سیاستوالو د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې د طالبانو حکومت له لوري له ښځو او نجونو سره د "ناوړه" چلند په وړاندې غبرګون وښيي او د فبرورۍ په شپږویشتمه دې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبه لغوه کړي.
د انګستان د کرکټ بورډ مشر ریجارډ ټامسن دغه شان ویلي، که څه هم په افغانستان کې روان وضعیت له جنسیتي اپارټایده کم نه دی او له سپورټي فعالیتونو د ښځو محرمول خواشینوونکی دی خو بیا هم په دې برخه کې د یوه مخیز اقدامه په نسبت به د کرکټ د
ټامسن: «د ډېرو عادي افغانانو لپاره د خپلې کرکټ لوبډلې ننداره د ژوند له هغو لږو خوښیو څخه ده چې دوی ته ورپاتې ده
نړیوالې شورا ګډ دریځ او اقدام ډېر ګټور وي.
هغه دغه شان د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کړې چې د افغانستان له ښځینه کرکټ ټیم، چې اوس په جلا وطنۍ کې دی، په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.
افغاني الاصلې اسټرلیایۍ ریتا انوري چې د اسټرلیا د کرکټ فرهنګي سفیره ده او د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي ټیم په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دا چې ولې انګلستان دا پریکړه وکړه لامل یې ډېر واضح دی، افغان لوبغاړي په نړۍ کې ناب او ټاپ لوبغاړي دي او نړۍ او په ځانګړې توګه د کرکټ ټولنه ورته اړیتا لري او هرکلی یې کوي، دوی زموږ له ویاړونو دي نو ځکه خو د انګلنډ په څېر پیاوړهې لوبډله یې هم هڅوي.»
د یادونې ده چې د بریتانیايي سیاستوالو او د بشري حقونو د څار سازمان ترڅنګ په وروستیو کې یو شمیر افغان مدني او حقوقي فعالانو او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر ښځو د بندیزونو له امله د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي وو چې پر افغان لوبډلې بندیز ولګوي خو یو شمېر نورو بیا دا ګام ناسم بللی او وویلي وو، افغان لوبډله په دې کې هېڅ لاس نه لري، او یوازینی څه چې اوس وخت افغانانو ته خوښي ورکوي، ورزش دی.
کرکټ د افغانستان په تاریخ کې یوازینۍ ډله ییزه ورزشي ځانګه ده چې لوبډله یې په نړیوالو اتلولیو کې د لوبېدو پړاو ته رسیدلې ده.
په وروستیو ورځو کې د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې عظمت الله عمرزي ۲۰۲۴ کال په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ښو لوبو له کبله د نړۍ د کرکټ غوره لوباړی نوموي.
همداراز د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نامتو لوبغاړیراشد خان په شل اوریزو (T20) سیالیو کې د نړۍ د تر ټولو غوره توپ اچونکي لقب خپل کړ.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه یو شمیر افغانانو په لندن کې د بریتانیا د پارلمان مخې ته لاریون هم کړی وو.
د کرکټ یوې مشهوري ویب پاڼي ESPNCRICINFO هم د کرکټ د نړیوالې شورا د یوه ویاند له قوله لیکلي و چې د افغانستان کرکټ بورډ په دغه هېواد کې د خپل حکومت «طالبانو» د پالیسو لپاره مسوول نه شي ګڼل کیدای.