د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

طالبان: د کمال خان بند پروژه به د افغانستان د وچکالۍ کچه راټیټه کړي


د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هیله څرګندوي چې د کمال خان بند پروژه به د افغانستان د وچکالۍ کچه راټیټه کړي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د وزارت د سرپرست ملا عبدالطیف منصور په حواله ویلي چې د دوی حکومت له کورنیو عوایدو څخه خپلې پراختیايي پروژې تمویلوي.

کمال خان بند چې د هلمند پر سیند جوړ شوی، یو ځل د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې د هغه مهال د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا هم پرانیستل شوی و، خو وروسته د اوبو د کمښت له امله وچ او غیر فعال شو.

د تېر جمهوري نظام د اوبو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې، چې د بند د لومړي ځل پرانیستې پر مهال یې ازادي راډیو سره شریک کړي وو، دا بند د افغانستان د له پراختیايي بودیجې څخه له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات لګښت درلود.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ د بند د بیا فعالېدو په اړه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې کمال خان بند د اوبو مدیریت، کرنیز پرمختګ او د انرژۍ تولید لپاره حیاتي اهمیت لري او د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د نمیروز اوسېدونکي: که بند ښه مدیریت شي، د ټول افغانستان ګټه ده

د نمیروز ولایت ځینې اوسېدونکي هیله لري چې د کمال خان بند بیا فعالېدل به دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکو عبدالحکیم او عبدالعظیم ازادي راډیو ته وویل:

عبدالحکیم:
"د چهاربجک ولسوالۍ تقریبا ۹۵ سلنه خلک کرنیزې ځمکې لري، خو په دې وروستیو کلونو کې د وچکالیو له امله نورو سیمو ته کډه شوي. که دا بند په معیاري توګه جوړ او ښه مدیریت شي، نو ګټه به یې نه یوازې چهاربرجک، بلکې ټول افغانستان ته ورسېږي."

عبدالعظیم:
"زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د بند اوبه سم مدیریت کړي، ځکه ډېری وخت اوبه نورو ویالو ته ځي. حداقل شپږ یا اووه میاشتې دې نیمروز ته اوبه راپرېږدي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي."

د کمال خان بند تخنیکي معلومات

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، کمال خان بند:

  • ۵۲ میلیونه متر مکعب د اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.
  • ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبولی شي.
  • ۶ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د اوبو لانجه

د هلمند سیند د اوبو د وېش پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ د حق‌ابې مسله یوه اوږدمهاله شخړه ده.

دوه اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي وو چې سږني وچکالي د هلمند سیند ته زیان رسولی، خو د ایران د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دي.

طالب چارواکو وړاندې هم ویلي چې د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون له مخې، دوی د ایران د حق‌ابې د ورکړې مکلفیت لري.

کارپوهان: بند لا هم نیمګړی دی

د اوبو د مدیریت ځینې افغان کارپوهان باور لري چې د کمال خان بند ځینې مهم کانالونه لا هم نیمګړي دي او بند په ناقصه توګه ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

د اوبو د مدیریت کارپوه نجیب‌الله سدید ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه، دا پرانیسته لا هم ناقصه ده، ځکه چې د برېښنا انتقال لپاره لاینونه نشته. همدارنګه، بند ته اړوند ستر کانالونه هم لا نه‌ دي بشپړ شوي. دا بند د اقلیمي بدلون له امله د سیلابونو د مهار او وچکالۍ د کمښت لپاره ګټور دی، خو اوس هم د اړتیا وړ کارونه نه‌ دي شوي."

کمال خان بند چې د نیمروز ولایت د چهاربورجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی، ۱۶ متره لوړوالی لري او د اوبو د ذخیرې، کرنیز پرمختګ، او برېښنا تولید لپاره حیاتي ارزښت لري.

خو کارپوهان وايي چې د بند ناقصې برخې، د برېښنا د انتقال نشتوالی او د اوبو د مدیریت ستونزې لا هم شته، چې که حل نه‌ شي، نو د بند ګټه به تر هغه کچې نه‌ وي چې تمه ورته کېږي.

XS
SM
MD
LG