دوی وايي، د سرطان درملنې لپاره باید نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونو ته ولاړ شي، خو د اقتصادي ستونزو له امله دا کار ورته ناشونی دی.
احمد خالد امرخېل، یو افغان خبریال چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په جلدي سرطان اخته دی، ازادي راډیو ته وویل چې د خپلې درملنې لپاره یې څو ځله پاکستان او هند ته سفر کړی، خو اوس د مالي ستونزو او ویزو د محدودیتونو له امله دې هېوادونو ته تګ ورته ستونزمن شوی:
"په افغانستان کې د دې ډول ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړی بنسټ نشته، او هر روغتون ته چې مراجعه وکړئ، دوی نهشي کولای د دې ناروغۍ درملنه وکړي. له بده مرغه، زه خپله تر اوسه نه یم توانېدلی چې په بشپړه توګه د دې ناروغۍ درملنه وکړم."
د سرطان ناوخته تشخیص، د درملنې د امکاناتو نشتوالی
نعمان، د کابل یو اوسېدونکی، وايي، د درملنې د محدودو امکاناتو او په ځنډ تشخیص له امله یې د تره ۱۷ کلنه لور، چې د ځيګر په سرطان اخته وه، یوه اوونۍ مخکې مړه شوه:
"د ضعیف سیستم له امله، معایناتو درې څلور ورځې وخت واخیست، بیا یې وویل چې د ځيګر سرطان لري. د دې نږدې ۵۰ سلنه ځيګر له منځه تللی و او مغزي خونریزي یې هم کړې وه. حالت یې داسې نه و چې موږ بل هېواد ته وړلی وای. موږ اړ و چې دلته ورته انتظار وباسو. دلته تر اکسیجن لاندې وه، خو له بده مرغه، موږ ونه توانېدو چې د درملنې لپاره یې څه وکړو، او مړه شوه."
د درملنې لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه ګڼل کېږي
د سرطان ناروغان او د هغوی کورنۍ د طالبانو له حکومت غواړي چې له نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د سرطان د درملنې لپاره مجهز مرکزونه جوړ کړي، څو ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر تلو ته اړ نه شي.
د افغانستان د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ مشر، شفق شینواری، مني چې په هېواد کې د سرطان د تشخیص، درملنې، او عامه پوهاوي امکانات محدود دي.
دی وايي، ۷۰ سلنه ناروغان چې راډیوتراپي (د وړانګو درملنې) ته اړتیا لري، د دې ماشین د نشتوالي له امله اړ دي ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
ښاغلی شینواری زیاتوي:
"د افغانستان د سرطان بنسټ هڅه کوي چې د څلورو یا پنځو هېوادونو په همغږۍ، تر ۲۰۲۵ کال پورې، څلور راډیوتراپي ماشینونه را انتقال کړي. دا خورا ګران ماشینونه دي چې میلیونونه ډالر لګښت لري، نو موږ د عامې روغتیا وزارت، نورو ادارو، او نړیوالو سازمانونو سره همکاري کوو، څو دا پروسه چټکه شي، او زموږ هېوادوال وکولای شي چې د درملنې لپاره له هېواده بهر تلو ته اړتیا ونه لري."
د ښاغلي شینواري په وینا، دا بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې د عامه پوهاوي، اړوند ډاکټرانو د روزنې، او ظرفیت لوړونې لپاره جوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د سرطان د ناروغانو د شمېر په اړه څه نه وايي
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، د افغانستان د سرطان د ناروغانو د شمېر او د هغوی د درملنې لپاره د امکاناتو برابرولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نهدی ویلی.
خو د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ زیږدیز کال تر پایه پورې، په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو شمېر ۵ لکو ته رسېږي، او هر کال له ۱۹ زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، چې نږدې ۷۶ سلنه یې مري.
دا ناروغي د مخنیوي وړ ده، او که پر وخت تشخیص شي، درملنه یې اسانه کېږي.
د سرطان د وختي تشخیص ارزښت
د عمومي جراحي متخصص، ډاکټر فضل الحق غوثي، وايي، د سرطان ناروغۍ په وخت تشخیص د بدن نورو غړو ته د هغې د خپرېدو مخه نیسي:
"که په لومړیو پړاوونو کې د سرطان ناروغي تشخیص شي، د بدن نورو غړو ته د هغه د خپرېدو مخنیوی کېدای شي. که ناوخته تشخیص شي، ممکن ناروغ یو کال ژوندی پاتې شي، خو که په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شي، د ژوند موده یې اوږدېدای شي."
ښاغلی غوثي زیاتوي چې د سرطان د مخنیوي لپاره باید:
- د لمر له وړانګو څخه د بدن ساتنه وشي
- د تنباکو او الکولو له کارونې ډډه وشي
- د وزن کنټرول ته پام وشي
- منظم فزیکي فعالیت وشي
د سرطان ناروغان رواني ملاتړ ته اړتیا لري
د ټولنیزو چارو پوه، مجیب لحاظ، وايي، د سرطان ناروغان نه یوازې د دې ناروغۍ له ستونزو ځوریږي، بلکې له رواني فشارونو او ټولنیزو ستونزو سره هم مخ دي:
"د ناروغانو د کورنۍ غړو ته په کار ده چې له دوی سره ښه چلند وکړي، ترڅو هغوی دا احساس نه کړي چې له ټولنې څخه جلا دي. له دوی سره مینه ناک او مثبت چلند، د هغوی لپاره مهم رواني ملاتړ دی."
په افغانستان کې د سرطان تر ټولو عام ډولونه
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هر کال شاوخوا ۲۰ زره افغانان د سرطان په بېلابېلو ډولونو اخته کېږي، چې له دې ډلې تر ۱۵ زره زیات یې د دغې ناروغۍ له امله مري.
په افغانستان کې تر ټولو عام سرطانونه:
- د سینې سرطان
- د معدې سرطان
- د مري سرطان
- د شونډو او خولې سرطان
- د رحم سرطان
- د سږو سرطان
د افغانستان د سرطان کنټرول ملي پروګرام د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان د تېر هجري لمریز کال په پرتله ۵۰.۹ سلنه زیات شوی دی.