د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پاکستان: لویدیز هېوادونه دې هغه افغان کډوالو چې د منلو تمه یې ورکړې تر مارچ تر پای له پاکستان وباسي


پاکستان د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې هغه افغانان، چې دوی له مخکې منلي یا یې د منل کېدو پر کیسونو غور روان دی او په دې هېواد کې انتظار باسي، ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ولېږدوي، کنه د مارچ له میاشتې وروسته به یې له خپلې خاورې وباسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې حکومت پرېکړه کړې که د متحدو ایالتونو په ګډون لویدیځ هېوادونه له ژمنې سره سم هغه په زرګونو افغانان ژر له دې هېواده ونه باسي، نو دوی به یې له خپلې خاورې وباسي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په لسګونو زره افغانان، له دې وېرې چې طالبان د لویدیځ له حکومتونو یا پوځونو سره د همکارۍ په خاطر ترې غچ وانخلي، پاکستان ته تللي، او ډېری یې تراوسه په هغه هېواد کې د تلو وروستي مقصد ته انتظار باسي.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د راپور له مخې، تېرې اوونۍ د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، په پاکستان کې د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو په اړه یو لړ مهمې پرېکړې وشوې.

د دې غونډې په اړه په یوه سند کې، چې امریکا غږ یې د دوشنبې په ورځ یوه کاپي ترلاسه کړې، چارواکو ته امر شوی چې د افغان کډوالو د ایستلو څو مرحلې پلان عملي کړي.

د پرېکړې له مخې، ټول هغه افغان کډوال چې لویدیځو هېوادونو ته د تلو انتظار باسي او په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې اوسېږي، که دریم هېوادونه یې د مارچ میاشتې تر پایه له پاکستانه ونه باسي او خپلو خاورو ته یې ونه لېږدوي، نو له دې ښارونو باید وایستل شي.

شهباز شریف همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د دریمو هېوادونو له دیپلوماتیکو استازولیو سره دې د لېږد په شرایطو د برابرو افغانانو د ځای پر ځای کولو لپاره همغږي یقیني کړي، که نه نو دوی به افغانستان ته ډیپورټ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، په دې وروستیو کې د هغو افغانانو شمېر، چې له پاکستان څخه مختلفو هېوادونو ته لېږدول شوي، نږدې اتیا زره تنه وښود، خو ویې ویل چې شاوخوا ۴۰ زره نور تراوسه د لېږد لپاره په پاکستان کې انتظار باسي.

د راپورونو له مخې، په دې ډله کې شاوخوا پنځلس زره کسان په امریکا کې د مېشتېدو لپاره منل کېدو ته انتظار دي.

د ټرمپ ادارې پرېکړه او د افغان کډوالو برخلیک


امریکا ته د تلو په نیت د دغو افغانانو برخلیک د ولسمشر ټرمپ ادارې وروستۍ پرېکړې له یوه ناڅرګند حالت سره مخ کړی. د ټرمپ ادارې د کډوالو د منلو پروګرام د نوي ورځو لپاره ځنډولی او ویلي یې دي چې په دې موده کې به دا ارزوي، چې ایا د دې پروګرام پیل د واشنګټن ګټې خوندي کوي که نه؟

په عین حال کې، د "افغان ایواک" (AfghanEvac) په نوم یوې ټولنې، چې له افغانستان او نورو ځایونو یې امریکا ته د پخوانیو افغان پوځیانو په لېږد کې مرسته کړې، یوشمېر غړیو یې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې هغه افغان متحدین له هغه اجرایوي امر څخه مستثنا کړي، چې متحدو ایالتونو ته یې د ټولو کډوالو پر لېږد بندیز لګولی دی.

د دغې ټولنې په وینا، د دغه امر له مخې، په زرګونو افغان متحدین او لږترلږه د هغوی ۲۰۰ کورنۍ له یوه بې برخلیک حالت سره مخ شوي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټ‌کام) پخواني قوماندان، متقاعد جنرال فرانک مک‌کنزي، چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر بهیر څارنه کوله، وویل چې متحده ایالات د دغو افغانانو، چې د ده په وینا "امریکا ته وفادار وو"، پوروړی دی، او دی هیله‌من دی چې سپینه ماڼۍ د هغوی د لېږد پروګرام بېرته پیل کړي.

د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت په دې اړه چې آیا دوی به د دغو پخوانیو افغان پوځیانو او د هغوی د کورنیو د لېږدولو لپاره له صادر شوي امر څخه د استثنا غوښتنه وکړي او یا به د اغېزمن شویو لپاره د نورو امکاناتو لارې چارې ولټوي، څه نه دي ویلي.

د "افغان ایواک" په وینا، لږترلږه ۴۰ زره افغانان د ټرمپ د ادارې د کډوالو د پروګرام د ځنډ له امله اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG