د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د درې میاشتې لپاره د ټولو نړیوالو مرستو د ځنډولو اجراییوي فرمان، د نورو برخو ترڅنګ، د افغانانو د زده کړو بېلابېل پروګرامونه هم اغېزمن کړي، چې د افغانستان امریکایي پوهنتون یې یوه څرګنده بېلګه ده.
د افغانستان امریکایي پوهنتون (AUAF) ځینو محصلینو ازادي راډیو ته د اندېښنې په څرګندولو وویل چې له یوې اونۍ زیات وخت کېږي چې درسونه یې ځنډول شوي دي.
په کابل کې د دغه پوهنتون یوې محصلې، چې په انلاین ډول یې زده کړې کولې او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ پسرلنی سمستر د پیل کېدو په حال کې و، دا زما څلورم سمستر و، خو له بده مرغه زده کړې مو تعلیق شوې دي. لومړی یې ویلي و چې دا تعلیق به یوازې یوه اونۍ وي، خو له یوې اونۍ هم زیات وخت وشو، درسونه مو پیل شوي نه دي. هغه ډول چې موږ ته وویل شول، ټاکل شوې چې دا تعلیق تر درېیو میاشتو دوام وکړي. فعلاً موږ ټولې محصلینې، چې په انلاین بڼه درس وایو، په بې برخلیکه حالت کې یو."
دا محصله وایي، چې د دې ځنډ دلیل ورته د امریکا لخوا د تمویل بندېدل ښودل شوي دي.
بلخوا، په دوحه کې د افغانستان امریکایي پوهنتون یوې محصلې ورور، چې په افغانستان کې دی او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د یادې موضوع په تایید ازادي راډیو ته وویل چې په دوحه کې هم د دغه پوهنتون درسونه ځنډول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"اوس دوی نه هلته درس ویلي شي او نه له هغه ځایه بل چېرې تللی شي. مخکې که د امریکایي پوهنتون له لارې محصلین نورو هېوادونو ته انتقالېدل، بیا به یې له هغه ځایه د P1 یا P2 ویزې ترلاسه کولې، خو اوس چې دا پروګرام ځنډول شوی، نه پوهېږم چې دوی به هلته په کوم حالت کې وي."
د یادونې وړ ده، چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته، دا پوهنتون په افغانستان دننه د افغان نجونو لپاره یوازینۍ معتبره مرجع وه، چې دوی پکې په انلاین بڼه او یوې بلې ډلې یې بیا د قطر پلازمېنه دوحه کې په حضوري توګه زده کړو ته دوام ورکړی و.
د افغانستان امریکایي پوهنتون ځینو سرچینو هم ازادي راډیو ته دا موضوع تایید کړه. دغو سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه او غږونه یې خپاره شي، وویل هڅه کېږي دغې ستونزې ته حل لاره وموندل شي.
خو د دغه پوهنتون ادارې او د رسنیو برخې مسؤلې، ویکټوریا، په دې اړه له ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
د زده کړو د حقونو فعالان: د پوهنتون فعالیت ځنډېدل لوی زیان دی
د زده کړو د حقونو ځینې فعالان د دغه پوهنتون د فعالیت ځنډېدل، په اوسنیو شرایطو کې، د افغان نجونو لپاره لوی زیان بولي.
د زده کړو د حقونو فعال، د پوهنتون پخوانی استاد، فضل الهادي وزین، ازادي راډیو ته وویل:
"په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، د دې پوهنتون د فعالیت ځنډېدل د افغانستان لپاره لوی زیان دی. ځکه چې په اوسني وخت کې، حتا که پنځه محصلینې هم یو ځای درس وایي، دا د افغانستان په ګټه ده. دا د افغان محصلینو لپاره یو لوی فرصت و، چې پکې درس ووایي."
د افغانستان امریکایي پوهنتون په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په کابل کې تاسیس شو.
خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، او د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته، یې خپل فعالیتونه د قطر پلازمېنه دوحه کې بیا پیل کړل، او یو شمېر افغان نجونې، چې د یاد پوهنتون محصلینې وې، دغه هېواد ته د زده کړو لپاره انتقال شوې.
د ټرمپ د پرېکړې اغېز
د افغانستان امریکایي پوهنتون (AUAF) د فعالیت د ځنډېدو خبره داسې وخت کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د تېرې جنورۍ میاشتې په نیمایي کې، د امریکا ۴۷م ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته، په یوه اجراییوي فرمان کې، د افغانستان په ګډون، ټولو هېوادونو ته د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډولې دي.
ټرمپ دا مرستې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وضعیت تر ارزولو او له ده سره تر راپور ورکولو، تر نامعلومې مودې، ځنډولې دي.