د بشري حقونو فعالانو او د یو شمېر انتحاري بریدونو چې پړه یې طالبانو منلې وه د قربانیانو کورنیو دا پرېکړه د بشري ارزښتونو خلاف بللې او د عدالت اصولو ته سپکاوی یې ګڼلی دی.
د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د فبرورۍ په ۴مه یوه اعلامیه خپره کړه او د ملګرو ملتونو دا پرېکړه یې وغندله.
په اعلامیه کې ویل شوي:
"د سراج الدین حقاني لپاره د سفر معافیت، د بشري حقونو نړیوالو اصولو ته یو ښکاره زیان دی. دا اقدام د ملګرو ملتونو د مسوولیتونو کمزوري کېدل ښيي."
اعلامیه زیاتوي، چې سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشر و، او د تېرو دوو لسیزو خونړیو بریدونو مسؤل ګڼل کېږي، چې زرګونه ملکي افغانان، ښځې، او ماشومان یې قرباني کړي دي.
د انتحاري بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.
د شپږ کاله وړاندې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید د قرباني مور، ازادي راډیو ته وویل:
"زوی مې پوهنتون ته تله، خو یوه ځانمرګي برید یې ژوند واخیست. هغه بې ګناه و، سهار وختي به پوهنتون ته تله، بیا به یې کار کاوه، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. ولې دوی ته معافیت ورکول کېږي؟ له هر یوه څخه یې باید غچ واخیستل شي."
د بشري حقونو فعاله، فرشته موحد، دا پرېکړه د نړیوالو عدالت غوښتونکو اصولو لپاره یوه جدي ازموینه بولي.
هغې وویل:
"نن ورځ د دې ډلې مشران په ازاده توګه سفر کوي. د حقاني د سفر معافیت یوازې یوه دیپلوماتیکه پرېکړه نه ده، بلکې دا د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالو اصولو ازموینه ده. که دا ډول پرېکړې د قربانیانو له حقونو پرته وشي، څه ضمانت شته چې تاریخ به بیا تکرار نه شي؟"
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر ۳مې، د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې وه.
د راپورونو له مخې، نوموړی له دوو اونیو راهیسې د سعودي عربستان په سفر بوخت و.
دا لومړی ځل نه دی چې ملګرو ملتونو سراج الدین حقاني ته د سفر اجازه ورکړې.
د امنیت شورا مخکې هم دوه ځله ورته معافیت ورکړی و، چې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې متحده عربي اماراتو ته و.
سراج الدین حقاني چې د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دی، د پرځیدلې جمهوریت پر مهال د یو شمېر داسې بریدونو په رهبري کولو تورن دی چې په کې ولسي افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو د ترهګرو په نوملړ کې دی، او د نیولو لپاره یې ۱۰ میلیونه ډالره انعام ایښی دی. د طالبانو حکومت تل دا رد کړې چې ګوندې د حقاني شبکې په نوم د طالبانو کومه جلا ډله موجوده وه.