د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتیدو راپورونه؛ طالبان یې ردوي


د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د ګڼو راپورونو د خپرېدو سره، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د دوی په رهبرۍ کې هېڅ ډول اختلاف نشته.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې (د سلواغې ۱۵مه) ناوخته په یوه بحث کې، چې په ټولنیزه رسنۍ ایکس/پخواني ټویټر کې ترسره شو، وویل چې د دوی حکومت له پیله د داخلي جګړو او اختلافاتو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی:
"موږ افغانانو ته بشپړ ډاډ ورکوو چې د اسلامي امارت په اړه شک ونه کړي. د اسلامي امارت ترمنځ یووالی یو حقیقت دی، د امارت حاکمیت نن او سبا حقیقت دی، او د دې امارت د ساتنې لپاره لویه ژمنه هم حقیقت ده. هېڅوک باید په دې شک و نه کړي. موږ د هیچا تر تأثیر لاندې نه راځو، او زموږ دوستان هم باید اندېښمن او وارخطا نه شي. نه دې افغانان وارخطا شي، او نه دې زموږ دښمنان خوشحاله وي."

مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو، ان د رهبرۍ په کچه د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.

دغه اختلافات تر ډېره د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په مسئله راڅرخي.

دا په داسې حال کې دي چې تازه "ګارډین" ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، وروسته له هغه چې یو ځل بیا یې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت په اړه نیوکې وکړې، اړ شو چې له افغانستان څخه ووځي او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

د طالبانو حکومت بیا له افغانستانه د نوموړي د وتلو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې یوازې ستانکزی نه، بلکې له دې وړاندې د طالبانو حکومت یو شمېر نورو چارواکو، لکه د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني او د همدې وزارت مرستیال محمد نبي عمري هم د طالبانو د حکومت پر کړنو، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو پر بندیز، نیوکې کړې دي.

یو شمېر سیاسي شنونکي وایي، د طالب مشرانو لخوا پرله‌پسې ناخوښي او نیوکې د دوی ترمنځ د کورنیو اختلافاتو څرګندونه کوي.

سیاسي شنونکی غوث جانباز د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"له تاریخي او سیاسي پلوه، په افغانستان کې د واکمنې ډلې، یعنې د طالبانو، پاشل کېدل یوه طبیعي پروسه ده. دا کار به ژر یا وروسته وشي. د دې ډلې مشران یو په بل پسې د یو بل له پالیسیو ناخوښي ښيي، مخالفت کوي، او لرې کېږي. دا د دې دیني افراطي اورپکې پوځي ډلې د ژور اختلاف او تدریجي سقوط بېلګه ده."

په ورته وخت کې داسې راپورونه هم شته، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته تللی، او شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې بېرته نه‌دی راستون شوی.

که څه هم طالبان هڅه کوي چې خپل داخلي اختلافات له خلکو او رسنیو پټ وساتي، خو د دوی ځینې مشران وخت په وخت داسې څرګندونې کوي، چې له ملا هبت‌الله اخندزاده سره د دوی نارضایتي ښيي.

XS
SM
MD
LG