د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

راشد خان په نړیواله کچه د شل اوریزو سیالیو تر ټولو غوره توپ اچونکی وبلل شو


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نامتو لوبغاړی راشد خان په شل اوریزو (T20) سیالیو کې د نړۍ د تر ټولو غوره توپ اچونکي لقب خپل کړ.

افغانان دا لاسته راوړنه د افغانستان لپاره ستر تاریخي ویاړ بولي.

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا ډول لوبغاړي د ټول ملت لپاره ویاړ دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی، ملیار، دا بریا د سختو شرایطو لاسته راوړنه بولي:
"د هندوستان، استرالیا او انګلستان په څېر هېوادونو په منځ کې، د افغانستان ټیم یو لوبغاړی، له سختو شرایطو او د امکاناتو له نشتوالي سره سره دا مقام ترلاسه کوي، دا په رښتیا د ویاړ ځای دی."

د کابل اوسېدونکې، زرمینه، دا یو تاریخي ویاړ ګڼي:
"دا ټولو افغانانو ته د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې زموږ هېواد داسې اتلان لري، چې له برکته یې د افغانستان نوم په نړۍ کې ځلېږي او د نړۍ د خلکو ترمنځ لوړو مقامونو ته رسېږي."

د مزارشریف ښار اوسېدونکی، عیسی، د ملي کرکټ ټیم د لا بریا هیله لري:
"د دې هیله لرم چې زموږ د ملي کرکټ ټیم لوبغاړي نورې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړي. موږ تل د دوی ملاتړ کوو او تر شا یې ولاړ یو."

راشد خان: هر پرمختګ مې د وطن لپاره دی

هڅه مو وکړه، چې د دې سترې بریا په اړه له راشد خان سره وغږېږو، خو بریالي نه شوو.

خو نوموړي د سه‌شنبې (د فبرورۍ ۴مه) په خپله فیسبوک پاڼه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ لیکلي:
"هر پرمختګ مې د وطن لپاره دی."

د افغانستان کرکټ بورډ هم د فبرورۍ په ۵مه د دې لاسته راوړنې هرکلی کړی، او لیکلي یې دي، چې د راشد خان د ویکټو شمېره به لا پسې لوړه شي، او لا ډېر ویاړونه به د افغانستان په نوم ثبت کړي.

راشد خان د نړیوالو بالرانو نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ

راشد خان، چې د سویلي افریقا د شل اوریزو لوبو د ټورنمنټ لړۍ کې لوبېده، د فبرورۍ په ۴مه د دوو ویکټو په ترلاسه کولو سره، د نړۍ د لومړي مقام بالر دوین براوو شاته کړ.

دوین براوو، چې د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی و، د ۶۳۱ ویکټو په درلودو سره، له ۲۰۱۶م کال راهیسې د نړۍ د غوره توپ اچوونکو نوملړ په سر کې و.

اوس مهال، د شل اوریزو سیالیو د غوره توپ اچوونکو نوملړ دا دی:

  1. راشد خان (افغانستان) – ۶۳۲ ویکټې
  2. دوین براوو (ویسټ انډیز) – ۶۳۱ ویکټې
  3. سونیل ناراین (ویسټ انډیز) – ۵۷۴ ویکټې
  4. عمران طاهر (سویلي افریقا) – ۵۳۱ ویکټې
  5. شکیب الحسن (بنګله‌دېش) – ۴۹۲ ویکټې

راشد خان د نړۍ په کچه مخکښ لوبغاړی پاتې شوی

تر دې وړاندې، د کرکټ نړیوالې شورا "ICC" د قوس په ۷مه نېټه د کرکټ د غوره لوبډلو او لوبغاړو تازه درجه‌بندي اعلان کړې وه، چې راشد خان پکې د ۶۸۷ امتیازونو په درلودو سره د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په کتار کې و.

راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې هم د کال د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې وه.

همداراز، نوموړي د هند غوره لیګ (IPL) سیالیو کې هم د نړۍ د غوره توپ اچوونکي لقب خپل کړی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG