محمدصادق معتمدیان پرون سېشنبه (د فبرورۍ ۴مه) د ایران له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په همدې موده کې ۲۰۰ زره نور بې اسناده بهرني وګړي په خپله خوښه له ایران وتلي دي. ایراني چارواکي ډیر کله د " بې اسناده بهرني وګړي " اصطلاح دغلته میشتو افغانانو ته کاروي.
نوموړي ګواښ کړی چې یوازې د بهرنیو بې اسناده وګړو نیول بسنه نه کوي، بلکې هغه کسان چې دوی ته د کار زمینه برابروي، جریمه کېږي. د ده په وینا، تر دې دمه ۳۰۰ صنفي واحدونه، هوټلونه او نور مرکزونه تړل شوي او دا لړۍ لا دوام لري.
په همدې حال کې یو شمېر افغانې کورنۍ شکایت کوي چې غړي یې د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي او په جبري ډول له دې هېواده ایستل شوي دي.
د تهران یو افغان کډوال، حفیظ الله، وايي د کاکا زوی یې چې په ودانیزو چارو بوخت و، تازه د پولیسو له لوري نیول شوی:
"زما د کاکا زوی چې په تهران کې یې بلوکونه جوړول، ناروغ یې درلوده او ډاکټر ته یې وړی و. د بېرته راتګ پر مهال پولیسو نیولی او افغانستان ته یې اړولی دی. اوس یې ټیلیفون هم بند دی."
وزیر ګل، چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، څو اونۍ وړاندې له ایرانه ایستل شوی. هغه ازادي راډیو ته وویل:
"د بېروزګارۍ له امله ایران ته تللی وم، خو هلته پولیسو ونیولم او په زور یې وایستم. اوس په افغانستان کې یم، دلته هم کار نشته. د طالبانو له حکومته غواړم چې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي."
ایراني چارواکي وايي، یوازې د روان لمریز کال له پیله ۱.۱ میلیونه افغان کډوال له دې هېواده وتلي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، چې په ایران کې لږ تر لږه ۶ میلیونه بهرني اتباع ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي. د ده په وینا، له دې ډلې ۲ میلیونه افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
ایران دا ګامونه په داسې حال کې اخلي، چې په افغانستان کې ډېری افغانان د بېکاري او اقتصادي ستونزو له امله شکایت لري او د کار په لټه له هېواده د وتلو هڅه کوي.