د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د دوحې تړون په ۲۰۲۰کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د ډونالد ترمپ د لومړي ځل ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون د لاسلیک د پنځمې کلیزې په رارسېدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې دا تړون د یوې مرحلې لپاره و او اوس پای ته رسیدلی دی.
د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ، د فبروري په ۲۸مه، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه خپره کړې ویډیو کې ویلي، دوی دا مهال خپله واکمني د دې تړون پر بنسټ مخته نه وړي.
که څه هم مجاهد ټینګار کوي چې د دې تړون اساسي ژمنې عملي شوي، خو هغه متحده ایالات تورنوي چې د دې تړون ځینې ژمنې یې نه دي عملي کړي، هغه څه چې متحده ایالاتو په مکرر ډول رد کړي دي.
مجاهد وویل:
«فکر کوم چې د دې تړون اساسي برخې حل شوي دي، خو په دې تړون کې داسې برخې وې چې امریکا باید هغه عملي کړې وی، مثلاً د بندیزونو د نوملړ پای ته رسول او له افغانستان سره د تعامل لپاره د مثبتو ګامونو اخیستل، دا هغه څه دي چې عملي شوي نه دي، موږ غواړو چې دا هم عملي شي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د دې هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال په یوه مناظره کې ویلي وو چې دا تړون د هغه د ادارې لخوا له لاسلیک کېدو لږ وروسته لغوه شو ځکه په خبره یې، طالبانو د یاد تړون له مخې خپلې ژمني نه دي عملي کړي.
له دې مخکې بېلابېلو امریکایي چارواکو هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوحې له تړونه پر سرغړونو تورن کړی وه.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د اوسني مرستیال عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې،امریکا باید د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه خپل ځواکونه ایستلي وای او د افغانستان د تیر جمهوري نظام له استازو سره یې د سولې خبرو اترو ته لاره هواره کړې وای.
خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر له پای ته رسېدو نږدې دوه اونۍ مخکې په دغه هیواد کې، د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت سقوط او طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بیا واک ته ورسېدل.
ډونالډ ټرمپ په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي سره خپل مخالفت څرګند کړی دی او ان په دې وروستیو کې یې په دوامداره توګه له دغه هیواده د ټولو پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو پر بیرته ستنولو ټینګار کړی دی.
افغانان د دې تړون د پایلو په اړه ویشلي نظرونه لري.
ځینې وايي دې تړون په افغانستان کې جګړه ختمه کړه، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا وايي د دوحې تړون منفي پایلې درلودې.
د غزني ولایت اوسېدونکي انور ازادي راډیو ته وویل:
«د دوحې تړون په ټوله کې یو مثبت تړون و، په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده، د مافیاوو واکمني ختمه شوه، په افغانستان کې سراسري امن رامنځته شو، په افغانستان کې د بهرنیو بې سره او بې پایه پلټنې چې صلاحیتونه یې درلودل خو مسولیت نه، هم پای ته ورسېدې.»
خو د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
«که هغه موارد چې په تړون کې ذکر شوي وو په سمه توګه عملي شوي وای او بین الافغاني مذاکرات شوي وای، نو فکر نه کړم چې د افغانستان وضعیت به نن داسې وی یا ښځې او نجونې له دې حالت سره مخ شوې وای چې له خپلو ټولو اساسي حقونو محرومې شي.»
د سیاسي چارو پوهان له ډلې داوود مایار وايي، د هرې جګړې پای د یوې هوکړې له لارې ترسره کیږي او د دوحې تړون هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو له دغو هوکړو و.
ده ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د دوحې تړون منفي او مثبتې پایلې لرلې:
«افغانستان د مخدره توکو، په جګړو کې د مرګ ژوبلو او تلفاتو، جنایي ستونزو او نورو مسایلو له اړخه په مطلوب حالت کې نه و، که څه هم دا ټول له دې تړون سره تر یو بریده حل شول، خو زه نه شم ویلی چې له تړون وروسته اوس افغانستان په مطلوب حالت کې دی، ځکه حتی نړۍ هم په مطلوب حالت کې نه ده، له روحي، ټولنیز، عدالت او بشري حقونو له اړخه افغانستان هم له دې مسلې مستثنا نه دی.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هغه وخت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خبره، د طالبانو لخوا د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو تضمین، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د مهالویش ټاکل، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پیل او د دوامداره اوربند په اړه بحث د دوحې تړون څلور اصلي برخې وې.