دغې سازمان په هغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ د (فبرورۍ ۲۶مه) يې پر خپلې ویب پاڼې خپور کړی ویلي "اقلیمي بدلون په افغانستان کې په زرهاوو کورنۍ بېځایه او بشري مرستو ته اړ کړي دي".
په راپور کې زیاته شوې،" په تیرو دریو کلونو کې وچکالي او طبیعي پېښې لکه سیلابونه د افغانانو د بېځایه کیدو اصلي لاملونه دي".
د ای او ایم په ټکو، " په تیرو ۱۲میاشتو کې نژدې نهه میلیون افغانان اقلیمي بدلون اغیزمن کړي چې ۵۰۰ زرکسان يې یوازې د سیلابونو او وچکالۍ له کبله بېځایه شوي دي".
په تیرو ۱۲میاشتو کې نژدې نهه میلیون افغانان اقلیمي بدلون اغیزمن کړي چې ۵۰۰ زرکسان يې یوازې د سیلابونو او وچکالۍ له کبله بېځایه شوي ديد کډوالو نړیوال سازمان
په راپور کې وړاندې په افغانستان کې د دایمي او موقتي بېځایه شویو افغانانوستونزې ارزول شوې دي.
په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کالونو ترمنځ نژدې ۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د دغو بېځایو شمیر ۹۸۸ زرو کسانو ته رسیدلی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان په داسې حال کې په افغانستان د اقلیمي بدلون د اغیزو په اړه راپور ورکوي، چې په تیرو دوه درې ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو له کبله په لسهاوو کسان مړه او ژوبل شوي دي، او د فراه، کندهار، هلمند په څېر یو شمېر ولایتونو کې سختو ورښتونو، له کبله یې راوتلو سیلابونو ، توندو بادونو او په ځینو ځایونو کې ږلیو د خلکو کورونو، کروندو او مالداریوو ته زیات زیانونه اوښتي دي.
په کندهار کې د وروستیو پېښو یو قرباني ازادي راډیو ته وویل،"خونه راباندې ونړیده، زما یو کوچنی، میرمن، یوه مې د څلورو ورځو لور او یو شپږکلن زوی مې ټول په کې مړه شول، خواښې او ښېنه مې هم په کور کې وو، چې د خواښې مې پېښې ماتي دي او د ښېنې مې لاس مات دی چې دواړه شفاخانه کې دي".
خونه راباندې ونړیده، زما یو کوچنی، میرمن مې او د څلورو ورځو لور او یو شپږکلن زوی مې ټول په کې مړه شولپه کندهار کې د سیلاب قرباني
د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو له هغې ډلې په فراه، هلمند او کندهار کې پرلپسې اورښتونو او سیلابونو ۳۶ کسان مړه کړي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د دغو بارانونو او سیلابونو له امله دغه شان لسګونه کورونه او پراخې کروندې هم ویجاړې شوې دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریس مولوي عبدالله جان سایق په د چارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل "زموږ د ولایتي ریاستونو د لومړنیو معلوماتو له مخې په ټول هیواد کې د طبیعي پېښو له امله له بده مرغه ۳۶ کسان شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
دغه شان ۲۴۰ کورونه په بشپړ او ۶۱ نور په قسمي ډول ویجاړ شوي دي، همدارنګه سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي دي."
ددې اونۍ تر ورښتونو او سیلابونو مخکې هم د تیر کال په ترڅ کې د افغانستان بېلابیل ولایتونه د اب هوا له د کم ساري ادلون بدلون سره مخ وو چې په ترڅ کې یې زیاتو وروښتونو، سیلونو، توندو بادونو او په ځینو سیمو کې بیا سختو وچکالیو د عامو افغانانو ورځني ژوند پرلپسې اغیزمن کړی دی.