د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د انګلیستان په وړاندې بري د وړاندې تګ لپاره د افغان کرکټ لوبډلې هیلې وغوړولې


ابراهیم ځدراڼ
ابراهیم ځدراڼ

انګلیستان ته ماتې، د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو په جام کې بل پړاو ته د افغانستان د ملي لوبډلې رسیدو ته هیلې وغوړولې.

افغانانو په کابل او نورو ښارونو کې د دې بري په خوشالۍ کې پټاکۍ وچاودولې.

افغانستان، چې په بي ګروپ کې له جنوبي افریقا، انګلیستان او استرالیا سره په یوه ګروپ کې دی، خپله لومړۍ مسابقه پر جنوبي افریقا په لوی توپیر وبایلله. خو د انګلیستان په وړاندې د تېرې شپې بري په هغه صورت کې چې سبا (جمعه) استرالیا ته ماته ورکړي، بل پړاو یا نیمه پایلوبې ته د افغانستان د رسیدو امکان رامنځته کوي.

د افغانستان لوبډلې تېره شپه په لاهور کې د انګلیستان ټیم په اتو منډو مات کړ. دا ډېره هیجاني لوبه وه، په یو پړاو کې یې نژدې و چې بری د انګلیستان په برخه شی.

ښاغلی سادات باور لري چې د انګلیستان په وړاندې بري د افغان لوبغاړو مورال لوړ کړ

د افغانستان د کرکټ بورډ ویندوی سید نسیم سادات، افغانانو ته د دې بري مبارکي ورکړه او د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي یې د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې د ښې وړتیا په ښودلو وستایل:

«افغان اتلانو وکولای شول چې بهترینه لوبه وکړي، که هغه توپوهنه وه چې ابراهیم ځدراڼ پکې ۱۷۷ منډې وکړې، که توپ اچونه وه چې عظمت الله عمرزي پکې ۵ ویکټونه واخیستل، همداراز د ډګر ساتنې په برخه کې. په توپ وهنه کې د حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزي او محمد نبي ملګرتیا دا ټول د پام وړ وې چې پر مټ یې افغانستان ته ستر هدف وټاکه.»

عظمت الله عمرزي، چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړۍ تر ټولو غوره ال راونډر نومولی، د انګلیستان ۵ لوبغاړي وسوځول، ده په توپ وهنه کې په ۳۱ توپونو ۴۱ منډې وکړې. او تر یوه وخته یې له ابراهیم ځدراڼ سره، چې د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله، ښه شراکت یا پارټنرشیپ وکړ.

د افغانستان لوبډلې تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې هم د انګلیستان لوبډلې ته په یو ورځینۍ مسابقه کې ماته ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ یو تجربه کار لوبغاړی او روزونکی ريیس احمدزی د انګلیستان په وړاندې د افغانستان بری نېک فال ګڼي او هیله څرګندوي چې نیمه پایلوبې ته به لاره ومومي:

«د داسی لوبو ګټل د افغانستان لوبغاړو ته ډېره انرژي ورکوي، نو زما په فکر په داسي غټو ټورنمنټونو کې انګلیستان ته ماتې ورکول، د افغانستان ورزش ته او ځوانانو ته یو ډېر ښه زېری دی چې که یو څوک زحمت وباسي او هلې ځلې وکړي، نو وطن ته به دغسي افتخارات راوړي.»

ريیس احمدزی د انګلیستان په وړاندې د افغانستان بری نېک فال ګڼي او هیله څرګندوي چې نیمه پایلوبې ته به لاره ومومي

ښاغلی سادات باور لري چې د انګلیستان په وړاندې بري د افغان لوبغاړو مورال لوړ کړ.

د کرکټ بورډ ویندوی سید نسیم سادات وايي، د دې لپاره چې له استرالیا سره سیالي هم په همدې میدان کې کېږي، نو ډېره هیله لري چې افغان لوبډله به استرالیا ته هم ماته ورکړي.

حاضردمه جنوبي افریقا او استرالیا هر یو درې – درې او افغانستان ۲ امتیازونه لري، نو په داسي حال کې څنګه ممکنه ده چې افغانستان نیمه پایلوبې ته لاره ومومي؟

د کرکټ مبصر او د سپورت خبریال بختیار ساحل، د انګلیستان په وړاندې بری د افغانستان لپاره ډېر مهم بولي او وايي چې په دې سیالۍ کې د ابراهیم ځدراڼ ښه بیټنګ افغانستان ته هیله وبخښله چې نوموړی له اوږدې مودې وروسته، چې د ټپي کېدو له کبله له نړیوالو سیالیو پاته شوی و، بېرته په فورم کې راغلی دی.

ښاغلی ساحل باور لري چې د ابراهیم ځدراڼ د ښه ځلېدو له کبله به رحمن الله ګوربز هم په ځان باورمن شي.

ګوربز په وروستیو دوو سیالیو کې د توقع خلاف ښه نه دی ځلېدلی.

ساحل وايي چې نه یوازې ګوربز بلکې په روان تورنمنټ کې اکثره پیلګر لوبغاړي ژر سوځېدلي او دلیل یې دا دی چې هغوی هڅه کوي چې په پاورپلې کې ژر ژر ډېرې منډې وکړي.

د استرالیا په وړاندې سیالي به ډېره جالبه وي ځکه چې استرالیا په وروستیو دوو نړیوالو جامونو کې له افغانستان سره ډېره ښه لوبه کړې؛ په لومړۍ کې استرالیا په حیرانوونکي ډول وګټله خو دویمه افغانستان ورڅخه وګټله

د ښاغلی ساحل په نظر د استرالیا لوبډله کمزورې نه ده ځکه چې د انګلیستان له لوري لوی هدف یې پوره کړی خو د افغان لوبغاړو روحیه ښه ده:

«د استرالیا په وړاندې سیالي به ډېره جالبه وي ځکه چې استرالیا په وروستیو دوو نړیوالو جامونو کې له افغانستان سره ډېره ښه لوبه کړې؛ په لومړۍ کې استرالیا په حیرانوونکي ډول وګټله خو دویمه افغانستان ورڅخه وګټله. دا لوبه به هم جالبه وي او د افغانستان لپاره مثبت ټکی دا دی چې د استرالیا ځینې مخکښ لوبغاړي په دې سیالیو کې ګډون نه لري؛ که څه هم په دې لوبغاړو دوی د انګلیستان د ۳۵۲ منډو هدف پوره کړ او له دې کبله ورته کمزورې لوبډله نه شو ویلی خو افغان لوبډله کولی شي له روحي نظره پیاوړې شي او ښه مقابله وکړي.»

د انګلیستان لوبډله به د شنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ) له جنوبي افریقا سره مخامخ شی. که انګلیستان دا لوبه وهم ګټي، د اتلانو له جامه وځي. خو که د جنوبي افریقا لوبډله بریالۍ شوه، نیمه پایلوبې ته وځي. د افغانستان او استرالیا سیالي هم د دواړو لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبې ته وتونکې لوبډله معلوموي.

له بلې خوا په اې ګروپ کې کوربه پاکستان نن (پنجشنبه) له بنګله دېش سره مخامخ کېږي. دواړو ټیمونو خپلې لومړۍ دوې سیالۍ بایللي دي. په اې ګروپ کې نیوزیلنډ او هند خپلې دواړه سیالۍ ګټلي دي خو په خپل منځ کې لا مخامخ شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG