یو شمیر مسافرو ازادي راډیو ته وویل ، ناروغان یې په سخت وضعیت کې دي.
سوداګر هم دوی ته د درنو تاوانونو د اوښتلو خبره کوي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ تورخم دروازه د فبرورۍ په ۲۱مه طالب ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر د پاکستاني ځواکونو تر شخړې ورسته وتړل شوه.
د کندز ولايت اوسېدونکى جاويد وايي:
«په سلګونه ناروغان پراته دي د دروازې د خلاصېدو لپاره، زه خپله هم يو ناروغ لرم.»
دی وايي د تورخم دروازې د بندېدو له امله مسافر په ځانګړي ډول ناروغ لرونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د جمعې په ورځ ( د فبروري په ۲۸ مه) سهار ازادي راډیو ته وویل:
«دا اووه اته ورځې کېږي چې دلته په جلال اباد کې يو هوټل کې دېره يو، موږ سره داسې کسان هم شته چې د هوټل مصارف نه لري او څوک په جوماتونو کې پراته دي، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه لار خلاصه شي او زموږ مريضان انتقال کړي پاکستان ته»
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز تورخم کې د دغه هیواد د اړوندو ادارو په حواله ویلي، چې مخکې به په دې لاره په ورځني ډول تر لسو زرو پورې کسانو تګ راتګ کاوه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې له تړل کېدو یوه اوونۍ اوړي، دا دروازه نه یوازې د مسافرو بلکې د سوداګریزو موټرو پر مخ هم تړلې ده، چې له امله یې د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه تاوانونه اوښتي دي.
دا لاره د فبرورۍ په ۲۱مه طالبانو ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر د پاکستاني ځواکونو تر شخړې ورسته وتړل شوه.
یو افغان سوداګر ضیا هوتک هم د جمعې د ورځې ( د فبروري په ۲۸ مه) په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل:
«زموږ موټر دېخوا ته هم ولاړ دي او هخوا ته هم، معلومه خبره ده چې موټر پېره و نه وهي ځاى پر ځاى ولاړ وي خامخا تاوان اوړي، زموږ موټر ټول يخچالي دي که ولاړ هم وي بايد چالان وي چې مېوه خرابه نشي، تيل خوري ټول تاوان دى، خلک يې ډېرو تاوانونو سره مخ کړي دي.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګدې خونې یو مسوول خان جان الکوزي وايي، تر اوسه د دغې لارې د بندیدو له امله سوداګرو ته شا او خوا لس ملیونه ډالره زیان اوښتی دی.
نوموړي د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو تور پورې کړ چې پاکستان افغانستان سره تجارت سیاسي کړی دی:
«هره ورځ يو ميلون ډالر زيان دواړو لورو ته اوړي، تر اوسه ښايي شاوخوا لس ميليونه زيان اوښتى، له بده مرغه له پاکستان سره زموږ سیاست سياسي شوى دى او کله چې امنيني ستونزې پيدا شي دوى د لارې په بندولو فشار راوړي، په اقتصاد فشار راوړي خلکو ته مشکلات جوړوي دا يې د حل لار نه ده، خلک ډېر زيات په تکليف کې دي، زموږ هيله له پاکستانه دا ده چې دا مسايل سياسي نه کړي.»
نوموړی وايي په خوراکي توکو، سبزیجاتو او مېوو بار له ۵۰۰۰ زیات باروړونکي موټر د دروازې دواړو غاړو ته درول شوې دي.
ښاغلي الکوزي مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې وه چې پاکستان سره ترانزیت ۸۰ سلنه کم شوی او نړیوال بانک هم شا او خوا لس ورځې مخکې د فبروري په اتلسمه په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ یو لامل د پاکستان او افغانستان تر منځ پڅې شوې اقتصادې اړیکې ګڼلې وې.
ننکرهار ولایت کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د خونې مسوول مخلص احمد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د لارې د خلاصېدو لپاره خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
ټاکل شوې وه چې د فبرورۍ په ۲۵مه طالبان او پاکستان چارواکي د دې لارې د خلاصیدو په اړه خبرې اترې وکړي، خو پاکستاني چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي وو "د فبرورۍ د ۲۵مې تر ماښامه له کابله د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره تورخم ته د طالبانو پلاوی ورغلی نه دی".
د فبرورۍ په ۲۴مه د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالعزیز مصطفی له پاکستاني چارواکو سره کتلي و، خو د لارې د پرانیستلو په اړه کومې پایلې ته نه وو رسیدلي.
تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د شخړو او نورو ستونزو له امله دا دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ بنديږي، بلکې پخوا هم څو ځله د ورته مواردو له امله بنده شوې چې دواړو غاړو ته یې مسافر او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.