د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

کندهار کې د اوړو یو میل د ورځې ۱۰۰ ټنه تولید لري


د اوړو میل
د اوړو میل

کندهار کې د اوړو تولید زیات شوی، خو صنعت لاهم له ستونزو سره مخ دی

د دغه ولایت د صنعت او معدن خونې چارواکي وايي، کندهار کې درې فابریکې د غنمو د پروسس په برخه کې فعالیت کوي، چې د کورنیو غنمو څخه بېلابېل ډوله اوړه تولیدوي او د هېواد ګڼو ولایتونو ته یې صادروي.

بلخوا د دغو فابریکو مسؤلین شکایت کوي چې د کورنیو غنمو کمښت او د برېښنا نشتوالی د دوی لپاره سترې ستونزې دي.

کندهار کې د اوړو د میل کارګر
کندهار کې د اوړو د میل کارګر

د دوی په باور، که یادې ستونزې حل شي، نو کندهار به د اوړو په تولید کې خودکفا شي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د غنمو د پروسیس یوه نوې فابریکه څلور میاشتې مخکې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

د یادې فابریکي مسول ګل محمد وايي،دا فابریکه د ۲۸۰ ټنه اوړو د ورځني تولید وړتیا لري، خو د برېښنا د کمښت له امله یې تولید اوس مهال یوازې ۱۰۰ ټنو ته رسېږي.

د فابریکې مسؤل ګل محمد وايي:

«موږ دا فابریکه په یو میلیون ډالرو د عصري ماشینونو په مټ جوړه کړې ده. موږ کورني غنم کاروو، خو د برېښنا ستونزه مو تولید محدودوي. که برېښنا ۲۴ ساعته شي، موږ به وکولی شو ۲۵۰-۲۸۰ټنه اوړه تولید کړو.»

د لالي او خان جان په نومونو د فابریکې کارګران وايي چې دوی د عصري ماشینونو په مرسته د غنمو څخه شپږ ډوله د اوړو تولیدات لري. د دوی په خبره د اړتیا په صورت کې دوی د بهرنیو غنمو څخه هم ګټه اخلي.

لالی زیاتوي:

«غنم لومړی ګدام ته راوړل کېږي، هلته په دوو برخو کې ذخیره کېږي. یوه برخه کورني غنم وي او بله برخه قزاقي غنم. بیا غنم پورته وړل کېږي، پریولل کېږي او په پای کې اوړه کېږي. له دې څخه درې ډوله اوړه تولیدېږي.»

کندهار کې د اوړو د میل کارګر
کندهار کې د اوړو د میل کارګر

د کندهار د صنعت او معدن خونې مشر سید سرور اماني وايي، په دې ولایت کې د غنمو د پروسس درې فابریکې فعالیت کوي چې د اوړو د تولید کچه یې لوړه کړې ده.

هغه زیاتوي چې د بهرنیو اوړو د وارداتو اړتیا کمولو لپاره هڅه کوي نور پانګوال هم دې برخې ته تشویق کړي.

هغه وویل:

«پخوا موږ د غنمو د پروسیس لپاره فابریکې نه درلودې. اوس، په کندهار کې د اوړو او نورو حبوباتو پروسس فابریکې شته، چې دا د بازار پر ثبات مثبت اغېز کړی دی.»

افغانستان اوس‌مهال د خپلې اړتیا وړ اوړه له پاکستان او قزاقستان څخه واردوي، چې د لارو بندېدو له امله یې نرخونه وخت‌ناوخت لوړیږي.

خو خلک باور لري چې په کندهار کې د اوړو د پروسس دغسې خصوصي فابریکې به د وارداتو تشه ډکه کړي او د داخلي تولیداتو ملاتړ به زیات کړي.

XS
SM
MD
LG