د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ وايي، په دغه هېواد کې د بشري حقونو کړکېچن وضعیت لا ژور شوی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال "جنسیت پر بنسټ سیستماتیک ظلم" نور هم پراخ او بنسټیز شوی دی.
بنېټ په خپل تازه راپور کې، چې ټاکل شوې سبا (د فیبرورۍ ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مې غونډې ته وړاندې شي، ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پلي کولو له امله د بشري حقونو سرغړونې بېساري کچې ته رسېدلې دي. د نوموړي په وینا، دا وضعیت په نړۍ کې ساری نه لري او د بشري جنایتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.
د راپور مهم ټکي
دا شل مخیز راپور، چې د فیبرورۍ په ۲۶مه خپور شوی، د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له لومړۍ د ډیسمبر تر ۳۱ پورې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزوي.
- پر ښځو او نجونو محدودیتونه: راپور وايي، د طالبانو د زده کړو بندیزونه د نجونو لپاره د بدیل فرصتونو نشتون ته لار هواروي، ځکه مدرسې، انلاین پلیټفارمونه او نورې لارې د زده کړو تشې نه شي ډکولی. دې محدودیتونو د کم عمره نجونو د ودولو کچه هم لوړه کړې ده.
- مدني فعالیتونه له منځه تللي: په راپور کې راغلي چې مدني فعالیتونه په ډراماتیک ډول کم شوي، د رسنیو او مدني ټولنو ازاد فعالیتونه محدود شوي، او خبریالان، لیکوالان، هنرمندان او اکاډمیک وګړي له خپلسرو نیونو او ناوړه چلند سره مخ دي.
- د لږکیو وضعیت: راپور وايي لږکي څنډې ته شوي او د تبعیض، کم استازیتوب او نه خوندیتوب له ستونزو سره مخ دي، همدارنګه د بینیټ په وینا پخواني حکومتي چارواکي او امنیتي ځواکونه بیا د غچ اخیستلو له ګواښونو سره مخ دي.
- اقتصادي او ټولنیزې ستونزې: په راپور کې ټولنیزو ستونزو یادونه هم شوې ده او وايي، د طالبانو واکمنۍ تر سیوري لاندې افغانان د روغتیایي خدمتونو نشتوالي، اقتصادي کړکېچ، د ازادیو محدودیتونو او طبیعي پېښو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د افغان مېرمنو غبرګون
یوه افغان مېرمن، چې د کونړ ولایت اوسېدونکې ده، د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې خپور شي. هغې ازادي راډیو ته وویل:
"دې حالاتو زموږ پر ژوند ډېر منفي اغېز کړی، ان ښځې یې له رواني ستونزو سره مخ کړې. زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دا بندیزونه لرې کړي او خلک دې عادي ژوند ته پرېږدي."
د بامیانو ولایت یوې بلې مېرمنې، چې د بشري حقونو فعاله ده، وویل:
"دلته یې پر ښځو ژوند دومره تنګ کړی چې موږ هره ورځ د ځان وژنو راپورونه اورو. زه فکر کوم چې ملګري ملتونه باید طالبانو سره د خبرو فرصت برابر کړي او قناعت ورکړي چې نور د بشري حقونو له سرغړونو لاس واخلي."
طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ریچارد بنېټ راپورونه "له حقیقته لرې" بللي او په ۲۰۲۴ کال د اګسټ کې یې افغانستان ته د نوموړي پر سفر بندیز لګولی و.