د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

اکونومیسټ څېړنیز بنسټ د طالبانو حکومت د نړۍ تر ټولو «مستبد» نظام بللی


طالب عسکر او افغان مېرمنې
طالب عسکر او افغان مېرمنې

دغه بنسټ  په خپله تازه کلنۍ څېړنه کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دموکراسۍ له اړخه د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په کتار کې له لسو د صفر اعشاریه ۲۰ نمرو په تر لاسه کولو ان تر شمالي کوریا او میانمار هم «دیکتاتور» هېواد دی.

اکونومیسټ انتلیجنس یونټ(EIU) په خپل تازه څېړنه کې په افغانستان د طالبانو حکومت د نړۍ تر ټولو «مستبد » نظام بللی، ویلي په دغه هیواد کې دموکراسي نشته.

دغې څېړنیزې مجلې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۷ مه په خپل ۹۷ مخه ییزه کلني راپور کې ویلي، په تېر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د دوهم ځل لپاره د نړۍ له ۱۶۷ هېوادونو له ډلې د دموکراسۍ له اړخه له لسو نمرو د صفر اعشاریه ۲۰ نمرو پر ترلاسه کولو ۱۶۷ او وروستی ځای خپل کړی دی.

له افغانستان وروسته میانمار او شمالي کوریا د نړۍ «دیکتاتوره» هېوادونه، خو ناروې بیا د نړۍ تر ټولو ولسواکه هېواد بللی شوی دی.

په دې څېړنه کې د ډیموکراسۍ د شاخص پنځه کټګورۍ ارزول شوي چې افغانستان یې په څلورو کټګوریو کې صفر نمرې تر لاسه کړي.

د ټاکنو بهیر او کثرت پالنه، د دولت کړنې او موثریت، سیاسي ګډون، سیاسي کلتور او مدني ازادۍ هغه موارد دي چې دې بنسټ ورته کتنه کړې ده.

د ټاکنو پروسه او کثرت پالنه کې یې صفر نمرې وړي، ځکه د راپور په ټکو، په ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغانستان د طالبانوله واکمنېدو وروسته هر ډول دولتی او حکومتي ټاکنې لغوه شوي او په سیاسي پریکړو کې د خلکو د ګډون لپاره هیڅ ډیموکراتیک میکانیزم موجود نه دی.

مدني ازادۍ کې یې هم ځکه صفر نمرې وړي، چې د څېړنې له مخې، خلک د ازادو خبرو، غونډو، مذهبي او فردي حقونه له لاسه ورکړي او په ټکو یې ښځې او لږکي د ګڼو ستونزو تر څنګ له تعلیم، کار او حکومت کې له ونډې په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په هېواد کې دننه افغانان وایي ډیکتاتورۍ او استبداد نه یوازې دا چې له سیاسي ګډون او ولسواکۍ محروم کړي بلکې له ګڼو مدني او بشري ننګونو سره یې هم مخ کړي دي.

د کابل د ده سبز ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

«له هغه وخته چې طالبان واکمن شوي، دلته ډیکتاتوري او استبداد اوج ته رسېدلې،د افغانستان خلک حق نه لري چې د دوی ناوړه کړنو ته ناوړه ووایي بلکې د اسلامي امارت په نوم چې کومه ډلګۍ راغلې باید هره خبره یې ومنل شي،عامو افغانانو ته خو دولت کې دنده نه ورکول کېږي، نو په دې نظام کې نه کار شته، نه ژوند او نه روزګار شته.»

د کابل ښار یوه اوسېدونکې ګل رخ یارمل هم ورته شکایت لري:

«نه یوازې په ۲۰۲۴ کال کې بلکې له هغه وخته چې اسلامي امارت( طالبان) واکمن شوي، دلته همدا وضعیت دی، خلک لا د سیاست اړوند خبرې نه شي کولای پاتې له دا چې په کې ګډون ولري، پخوا چې دولت کې کومې ښځې وې هغوی یې په کورونو کېنولې، او نارینه له وېرې دولت ته دندو ته نه شي ورتللی.»

دغه څیرنه کې افغانستان د حکومت فعالیت او موثریت دغه شان سیاسي ګډون کټګورۍ کې یې هم صفر اخیستی.

راپور کې راغلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې، واک یوازې یوې کوچنۍ ډلې ته سپارل شوی، هېح څوک په کې د مخالفت حق نه لري او په ټکو یې حکومتولۍ کې یې د رونټیا او حساب ورکونې میکانیزم نشته.

خو سیاسي کلتور یوازینۍ برخه ده چې افغانستان په کې ۱.۲۵ نمرې اخیستي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون د بشري حقونو ګڼو سازمانونو او هېوادونو هم د طالبانو حکومت"مستبد" بللی، له دې امله یې په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنې څرګنده کړي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلولپاره یې د ولسواکه او ټولګډون حکومت جوړولو شرط ایښی دی.

خو طالبانو وړاندې ادعاوې کړي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او ټاکنو ته اجازه نه ورکوي.

د اکونومیسټ انتلیجنس یونټ (EIU) د وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ د څېړنیزې څانګې په توګه له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې په نړۍ کې په شبکه یي بڼه د ۴۰۰ څېړونکو او شنونکو په لرلو د نړۍ د سیاسي او اقتصادي مسایلو اړوند څېړنې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG