د دوی په وینا، له هغه ورځې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سړکونو او تاسیساتو جوړول وخت په وخت د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او جګړو سبب شوي، چې په وروستیو کې یې کچه نوره هم لوړه شوې ده.
د جګړو له امله خلکو خپلې مېنې پرېښې
د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محمد زمان ازادي راډیو ته وویل:
"په سیمه کې ډېری وختونه د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښتې کېږي، او پاکستاني ځواکونه د امنیتي پوستو پر ځای د هستوګنې کورونه په نښه کوي. له همدې وېرې، ډېری کورنیو خپلې مېنې پرېښې او امن ځایونو ته کډه شوې دي."
هغه زیاته کړه:
"د دور بابا ولسوالۍ اکثره سیمې، چې د صفري نقطې ته نېږدې دي، خالي شوي، خلک یې کوزو ساحو ته تللي دي. د پاکستاني ځواکونو لهخوا غټې ډزې کېږي، چې ډېری یې پر کورونو لګي."
د ننګرهار د ګوشتې، لعلپوري او مومندرې ولسوالیو یو شمېر سیمې هم د جګړې له وېرې خالي شوې دي. د ګوشتې او لعلپوري ولسوالۍ سره د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ هم په ګاونډ کې ده، چې د جګړو او توپچي بریدونو له امله یې ګڼ خلک کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د خاص کونړ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی دین محمد ازادي راډیو ته وویل:
"حالات ډېر خراب او کړکېچن دي. زموږ په ځایونو کې ډېر خلک راکوز شوي، چېرې چې مخکې کډوال شوي وو، اوس بېرته هماغه ځایونو ته تللي دي. خلک د یار، دوست او خپلوانو سره مېشت دي."
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته اندېښنې
د دغو جګړو له امله د ډیورنډ بلې غاړې ته د تیرا، تورخم، مومندو او باجوړ اوسېدونکي هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د مومند ایجنسۍ قومي مشر، ملک زیارت ګل (مومند) وايي:
"ډرامايي غوندې جنګ دی. دا ګولۍ د قبایلو د ځپلو او غولولو لپاره ویشتل کېږي. په قوم او قبایلو بده ورځ ده، ډېر ظلم روان دی. دا کډې ښکته او پورته وړل ډېر مشکل دي. په دې جګړو کې نه پاکستاني پوځ او نه هم افغان طالبانو ته کوم زیان رسېږي، بلکې ولسي خلک تر ټولو زیات زیان ویني."
د تورخم دروازې تړل او اقتصادي زیانونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لهخوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نوو امنیتي پوستو جوړولو او د سرکونو غځولو له امله، پر کرښه د نښتو سربېره د تګ راتګ په وړاندې هم وخت په وخت خنډونه رامنځته کېږي.
پاکستاني لوري تازه د همدې پوستو او سرکونو جوړولو په غبرګون کې له یوه اوونۍ راهیسې د تورخم دروازه تړلې، چې مسافرو، سوداګرو او د تورخم په دواړو غاړو کې کاروباریانو ته یې زیاتې ستونزې جوړې کړې دي.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د دروازې دواړو خواو ته پر سوداګریزو توکو بار سلګونه لارۍ او زرګونه کسان بند پاتې دي.
په تورخم کې د پاکستان ګمرک مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې د لارې بندېدو له امله سوداګرو ۱۲ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.
د ننګرهار طالب چارواکي وايي، دوی په خپله خاوره کې امنیتي پوستې جوړوي او ورته د موادو او کومک رسولو لپاره سرکونه رغوي. خو پاکستان د دې کار مخه نیسي، چې له همدې امله کله ناکله د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي، چې پکې د دواړو لوریو سربېره ولسي وګړو ته هم مالي او ځاني زیانونه رسېږي.
بلخوا پاکستاني لوری طالبان تورنوي، چې ګواکې پر کرښه د دواړو خواوو د هوکړې خلاف تاسیسات جوړوي.