په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د څلور ورځني کمپاین په ورستۍ ورځ، د پولیو د له منځه وړلو نړیوال ابتکار ( نوښټ) اداره وايي چې له کور په کور، سیمو ته د پولیو واکسین د تطبیق د بڼې په بدلون سره، له واکسینه د پاتې ماشومانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د دې سازمان تخنیکي مشورتي ډلې، چې په سویس کې مېشته ده، د فبرورۍ پر ۲۶مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د خلکو کورني بېځایه کېدل، په ځانګړي ډول له جنوبي ولایتونو څخه، پاکستان یې کډوالي، عملیاتي محدودیتونه، او د ټولنې کمه همکاري، د دې بهیر په وړاندې نورې ننګونې دي.
راپور کې ټينګار شوی چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره، په محلي کچه قوي مشري، د ولایتونو په کچه د پایښتي پروګرامونو تطبیق، د سیمهییزو چارواکو د مداخلې مخنیوی، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د چارواکو، د عامې روغتیا مشرانو او دیني عالمانو فعاله ګډون، او دغه شان د واکسین له بهیر د پاتې ماشومانو پېژندنه، ډېر مهم دي.
په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ او واکسیناتوران هم وايي چې له کور تر کوره یې سیمو ته د پولیو واکسین د تطبیق د بڼې په بدلون سره، یو شمېر ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.
د کابل اوسېدونکې مریم ازادي رادیو ته وویل:
"زما دوه خورېیونه له واکسین پاتې شول، کله چې مو جومات ته بوتلل، واکسیناتوران وختي تللي وو. موږ ډېر اندېښمن یو چې د هغوی روغتیا ته کوم زیان ونه رسېږي. داسې نه ده چې واکسیناتوران یوه یا دوه ساعته په جومات کې پاتې شي، خلک خبر نه وي، دوی ځي. څو ځله په سیمه کې برېښنا نه وه، موږ د جومات له لوډسپیکر څه وانه ورېدل، دوی راغلل او لاړل. دا یوه جدي ستونزه ده چې حکومت باید ورته پام وکړي."
د کندهار ولایت اوسېدونکې راضیه هم ورته ستونزې ته اشاره کوي وايي:
" ماشومان چا واکسین ته نه وو وړي، له همدې امله هغوی له واکسین پاتې شول. ځکه چې څه موده واکسین نه و، نه پوهېږم چې اجازه نه ورکول کېږي که بله ستونزه ده. ماشومان مې واکسین پرته پاتې شوي، ځکه چې واکسین د اوس کور په کور نه دی."
زویا امیري، چې په کابل ښار کې د پولیو واکسین یوه واکسیناتوره ده، ازادي رادیو ته یې وویل:
"زه له پنځو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوم. پخوا واکسین کورپه کور و، اوس سایټ-په-سایټ (سیمه-په-سیمه) شوی دی. ستونزه دا ده چې ډېر ماشومان له واکسین پاتې کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې واکسین بېرته کور په کور تطبیق شي."
دا په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه ( د حوت نهمه) په افغانستان کې روان کال لپاره د پولیسو واکسین د دوهم څلور ورځني کمپاین وروستۍ ورځ ده.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا کمپاین چې په ۱۶ ولایتونو کې پیل شوی، په پام کې ده چې شاوخوا ۶.۳ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په کې واکسین شي.
د یادونې ده چې روان زېږدیر د پولیو لومړۍ مثبته پېښه تازه په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.
که څه هم د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د پولیو مثبتې پېښې نه وې تائید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د پولیو د واکسین د تطبیق په څرنګوالي او له دې پروسې د یو شمېر ماشومانو له پاتې کېدو دا اندېښنېداسې مهال دي چې طالبانو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د پولیو واکسین کور په کور تطبیق بند کړ، او پر ځای یې د جومات-په-جومات او کلی-په-کلی پروګرام پیل کړ.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې پولیو پکې په بشپړ ډول له منځه نهدی تللی.