د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشتو افغانانو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل په درشل کې د هغو نیونې زیاتې شوي


په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د هغو افغانانو لپاره، چې ویزه نه لري، سبانۍ جمعه، د فبرورۍ ۲۸ مه، وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

همداراز هغو افغانانو ته، چې درېیمګړي هیواد ته ځي او له سفارتونو څخه یې لیک ترلاسه کړی وي، یوه میاشت نور وخت هم ورکړل شوی دی.

خو له دې سره سره په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ځینې افغانان وايي چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره نیول کېږي.

یوه افغان مېرمن، چې په حاجي کمپ کې توقیف ده او د امنیتي ستونزو له کبله خپل نوم نه ښيي، خبریالانو

ته په استولي پیغام کې ادعا کوي چې پولیسو په دې پلمه چې اسناد یې ګوري، ونیوله:

«دوه پولیس درباندې ولاړ وي، په یوه خونه کې چې فرش نه لري شپېته کسان بندیان یوو، نه یوازې زما بلکې د ټولو هغو مهاجرو چې ما دلته په دې کمپ کې ولیدل، وضعیت ډېر بد دی، خدای دې هیچا ته داسي ورځ ور ښکاره نه کړي.»

تر دې وړاندې د فبرورۍ په اتلسمه (د کب/ حوت لومړۍ) په اسلام‌آباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ټول افغان کډوال باسي.

د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې، د ACC او PoR کارت لرونکي افغانان به هم ایستل کېږي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ټولنې ريیس میوند علمي وايي، پاکستان هغو افغانانو ته، چې بل هیواد ته د تلو انتظار باسي او د کوم سفارت لیک لري، د مارچ تر یودېرشمې وخت ورکړی او همداراز هغه افغانان نه باسي چې په قانوني وېزې په دغه هیواد کې اوسي.

ښاغلی علمي دا خبره نه تاییدوي چې پاکستاني پولیسو دې د ویزو او یا د سفارتونو لیک لرونکي افغانان نیولي یا ایستلي وي:

«د ۲۰۲۵ د جنورۍ له لومړۍ څخه هغه افغانان چې اسناد نه لري، نیول کېږي، بیول کېږي او افغانستان ته ډیپورټ کېږي، خو هغه افغانان چې ویزه لري، پاسپورت لري او د پولیسو راجستر لري، قطعاً نه چا نیولي، نه یې څوک بیايي او نه یې څوک ډیپورټ کوي، هغوی هیڅ ډول مشکل نه لري.»

ښاغلی علمي په عین حال کې وايي چې د پاکستان حکومت ورته ویلي، که هغه افغانان، چې سفارتونو لیکونه ورکړي دي، د مارچ تر پایه له پاکستان څخه ونه وتل، افغانستان ته به واستول شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، هغه افغانان چې امریکا یې خپل هیواد ته ته بیايي، د غیر قانوني کډوالو په توګه به وپېژندل شي او له دې هیواده به وایستل شي.

اسحاق ډار (د کب ۴ مه/ فبروري ۲۲ مه) د ترکیې له ټي ار ټي ټلویزیوني چاینل سره په مرکه کې ویلي، دوی به پر موضوع د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرې وکړي.

زرګونه هغه افغانان چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د تګ په تمه شپې، ورځې تېروې که چېرې یې د بیا میشتېدنې قضیې یې رد یا په وخت ونه څېړل شي نو هغوی به په پاکستان کې غیرقانوني کډوال وګڼل شي او ژر به خپل اصلي هيواد افغانستان ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG