"فریډم هاوس" یا "د ازادۍ کور" په خپل تازه کلني راپور کې د پرلهپسې نولسم کال په مخه په نړۍ کې د ازادۍ د وضعیت د خرابېدو خبر ورکړی دی.
د دې څېړنیز بنسټ د موندنو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې، شپېته هېوادونه د سیاسي ازادیو او مدني حقونو له پلوه د خراب وضعیت شاهدان وو، په داسې حال کې چې یوازې ۳۴ هېوادونو پرمختګ کړی دی.
په دې منځ کې په السلوادور، هایټي، کویت، او تونس کې د ازادۍ اندازه تر ټولو زیاته کمه شوې، خو له بلې خوا، بنګلهدېش، بوتان، سریلانکا، او سوریه د ازادۍ په برخه کې تر ټولو ښه پرمختګ کړی دی.
تېر میلادي کال، ۶۴ هېوادونه او دوه خپلواکې سیمې، لږ تر لږه د یو ځل انتخاباتو شاهدان وو، خو په شپږو هېوادونو کې ټاکنې په بېلابېلو عواملو وځنډول شوې.
په دې بوخت کال کې، چې انتخابات پکې ډېر ترسره شوي، په ډېری هېوادونو کې د حکومت له لاسوهنو سره مخامخ وو، چې هدف یې د رایه ورکوونکو د انتخابي حق محدودول او حتا د انتخاباتي تاوتریخوالي رامنځته کول وو. "فریډم هاوس" وايي، په هغو هېوادونو او سیمو کې چې سراسري انتخابات ترسره شوي، له ۴۰ سلنې زیاتو مواردو کې پر نوماندانو بریدونه یا حتا د هغو د وژلو هڅې شوي دي، د رایه ورکولو پر مرکزونو حملې شوي، او یا هم ټا
اتخابات ډېر ترسره شوي، په ډېری هېوادونو کې د حکومت له لاسوهنو سره مخامخ و.
کنیزې مظاهرې په سخته وځپل شوې. پر دې اساس، په ډېری دیکتاتوري هېوادونو کې حکومتونو د اصلي اپوزیسیون د کاندیدانو د ګډون مخه نیولې ده.
د دې غیر انتفاعي څېړنیز بنسټ د موندنو له مخې، له ۶۴ هېوادونو چې په ۲۰۲۴ کال کې یې انتخابات ترسره کړی، یوازې ۳۳ هېوادونو ریښتینې او ازادې ټاکنې لرلې، په ۱۶ هېوادونو او یوې سیمې کې ټاکنې نسبتاً ازادې وې، خو په ۱۱ هېوادونو کې ټاکنې بشپړې غیر ازادې او غیر رقابتي بلل شوې دي.
د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې په افغانستان کې نه یوازې دا چې انتخابات نه دي شوي بلکې سیاسي ازادۍ محدودې شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان دیپلومات غوث جانباز وايي چې په یاده موده کې افغانان په هره برخه کې د محدودیتونو شاهدان دي:
"فریډم هاوس" په خپل کلني راپور کې ټینګار کړی چې د ۲۰۲۴ کال ټول بدلونونه منفي نه وو، بلکې د پرمختګ نښې هم لیدل شوي، چې د دیموکراسۍ د پراختیا لپاره یو مثبت پیغام لري.
راپور زیاتوي، سره له دې چې په ټوله نړۍ کې د ازادۍ شاخص کم شوی، خو ځینې روښانه ټکي هم لیدل کېږي، چې ډېری یې د ټاکنو له ترسره کېدو یا د دیکتاتوري حکومتونو له سقوط وروسته رامنځته شوي دي.
"فریډم هاوس" ټینګار کوي، چې په دې هېوادونو کې نوي حکومتونه اوس له سختې ازموینې سره مخامخ دي، ځکه چې دوی باید د دیموکراتیکو بنسټونو د جوړولو یا پیاوړتیا ترڅنګ، د خپلو وګړو فردي حقونه هم خوندي او ملاتړ یې وکړي.
دې ۸۳ کلن څېړنیز بنسټ، په پای کې د هغو "جدي ننګونو" په اړه خبرداری ورکړی چې د ازادۍ پر وړاندې موجودې دي، او د ۲۰۲۵ کال لپاره یې د دیموکراتیک یووالي موضوع حیاتي بللې ده.