د فیلیپین په پلازمینه مانيلا کې د امریکا سفارت ويلي، ۲۰۰ افغانان چې امريکا ته د کډوالۍ ځانګړي کېسونه SIV یې درلودل متحدوایالتونو ته انتقال شوي دي.
دې سفارت د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۹مه، پر خپله ایکس پاڼه د یو بيان په خپرولو سره ویلي دي چې دا افغانان د جنورۍ د ۱۵مې او ۱۷مې ترمنځ ورځو کې په سوداګریزو الوتنو کې متحده ایالاتو ته رسېدلي دي.
په بيان کې د سفارت د ویاند، کانیشکا ګنګوپادیا له قوله راغلي چې د فیلیپین له حکومت څخه د دوی د همکارۍ او ملاتړ په پاړ مننه شوې چې له افغان کډوالو سره يې د امریکا د مرستې په هڅو کې برخه اخیستې ده.
څو اونۍ مخکې، یو شمېر افغانان، چې شمېر یې نه دی څرګند، د امریکا د کډوالۍ د کېسونو د پړاوونو د بشپړېدو لپاره فیلیپین ته انتقال شول، چې د دوی د اوسېدو او انتقال لګښتونه د متحده ایالاتو له خوا ورکول کېږي.
ډېره موده په افغانستان کې انتظار وم. خوشحاله یم چې اوس په امریکا کې خپل منزل ته ورسېدم.
انتقال شوي کسان د هغو کسانو له ډلې دي چې د امريکا د اس اى وي پروسې لپاره په شرايطو برابر دي خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا ته د تګ په تمه و.
روح الله، چې په افغانستان کې د ناټو له ځواکونو سره همکار و، وايي چې تازه له پاکستان څخه فیلیپین او بیا امریکا ته انتقال شوى. نوموړی وايي "موږ شاوخوا یوه میاشت په فیلیپین کې د خپل "اس اى وي" کیس د پړاونو د بشپړولو لپاره په تمه و پروسه ښه پر مخ لاړه هیڅ ډول زور زياتى نه وو، موږ انټرويو ورکړه، طبي معاینات مو وشول او انتقال شو. ډېر خوشحاله یم چې په افغانستان کې له اوږده انتظار وروسته خپل منزل ته ورسېدو."
متحده ایالاتو د تېر کال په اوړي کې د فیلیپین له حکومت سره يوې هوکړې ته ورسېدل چې پر بنسټ به یې فیلیپین د افغان کډوالو لپاره د امریکا د ویزو د پړاوونو د بشپړېدو مرکز او د محدود شمېر کسانو لنډمهاله کوربه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د سخت دريځ په اړه هم اندېښنې موجودې دي خو ، یو شمېر افغانان چې د "اس اى وي" کېسونه لري او په افغانستان یا دریمو هېوادونو کې مېشت دي، هیله لري چې د امریکا نوې اداره به دا پروسه چټکه کړي.
دموسی په نوم یوه میرمن، چې له اتو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د خپل اس اى وي یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې د پړاونو بشپړېدو ته په تمه ده، ازادۍ راډیو ته وویل "اته میاشتې کېږي چې په پاکستان کې همدلته بې برخليکه یو، زموږ برخلیک معلوم نه دی. نه افغانستان ته تللی شو او نه هم دلته ژوند کولای شو. هر وخت د پولیسو تر څار لاندې یو، هیله لرو چې د ټرمپ په راتګ سره زموږ ستونزه هواره شي او له دې سرګردانۍ خلاص شو."
هیله من یو چې د نوي ولسمشر له راتګ سره به امریکا ته زموږ د مهاجرت کیسونه وڅېړل شي.
یو بل کس چې دى هم د اس اى وي کیس لري، او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي "زه د اس اى وي کیس لرم، ما شاوخوا درې نیم کاله مخکې دې پروګرام ته غوښتنليک ورکړى و، خو له بده مرغه تر اوسه نه يو انتقال شوي. هيله لرو چې ټرمپ هغو کسانو لپاره کار وکړي چې افغانستان يا دریمو هېوادونو کې خپلو کارونو ته په تمه دي، یو څه وکړي څو ژر تر ژره امریکا ته انتقال شي."
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې زرګونه افغانان، چې له بېلابېلو امریکایي ادارو سره یې شل کاله همکاري کړې وه او ژوند یې په خطر کې و، له هېواد څخه ووتل.
متحده ایالات د کډوالۍ ځانګړې ویزې اس اى وي هغو افغانانو ته ورکوي چې په مستقیم ډول یې له دوی سره کار کړی وي. تر اوسه زرګونه افغانان د دې ویزې له لارې امریکا ته انتقال شوي او ځینې نور په بېلابېلو هېوادونو کې امریکا ته د انتقال په تمه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر اوسه له ۷۸ زرو ډېرو "د امریکا افغان متحدینو" د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسه کړې دي.
د دې وزارت په اعلاميه کې چې تېره اونۍ خپره شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له قوله ویل شوي چې دا شمېر د دې پروګرام له پیل راهیسې د ټولو صادرو شویو اس اى وي ویزو له ۵۱ سلنې څخه زیات دى.