که څه هم ډونالډټرمپ تراوسه د افغانستان په اړه روښانه او واضح سیاست نه دی اعلان کړی خو پرون یې په یوه بیانیه کې له طالبانو د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر بېرته اخېستلو ټینګار وکړ.
ښاغلي ټرمپ همدا شان طالبانو ته په خطاب کې هغوی نا امیده دښمنان یاد کړل او د تلونکي ولسمشر جو بایډن اداره یې تورنه کړه چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې طالبانو ته سپارلي دي. هغه وویل "د د بایډن حکومت میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکړل، هغوی زموږ د تجهیزاتو لویه برخه زموږ دښمن ته ورکړه، ایا پوهیږئ چې موږ هرکال میلیاردونه ډالر ورکوو؟ موږ به هغوی ته پیسې ورنکړو، مګر دا چې زموږ پوځي تجهیزات چې دې بې کفایته او نادانه خلکو اجازه ورکړې بېرته راکړي."
د ټرمپ د کار پیل ته د افغانانو هیلې او اندېښنې
یو شمېر طالب چارواکو مخکې له دې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د انتخابېدو په اړه خوشبیني ښودلې او د امریکا له نوي حکومت سره د تعامل خبره یې کړې ده.
یوشمېر افغانان هیله لري چې ډونالډ ټرمپ به د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو درناوي ته وهڅوي.
د ښاغلي ټرمپ د کار د پیل په درشل کې یو شمېر افغانان هیله لري چې نوموړی به د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې پام وکړي. د کابل ښار اوسېدونکې ساره وايي "له ټرمپ څخه مو غوښتنه دا ده چې طالبان اړ باسي څو هغوی په افغانستان کې ټولنیزو ازادیو، ډیموکراسۍ او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، چې د افغان نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې بېرته پرانېستل شي او افغان نجونې هم وکړای شي چې د نورو په څېر زده کړې او ازاد ژوند وکړي."
همداراز د ننګرهار اوسېدونکی بشرمل هم د امریکا راتلونکې ادارې ته هیله من دی او وايي "د امریکا له نوي ولسمشر څخه تمه لرو چې په دوحه کې له طالبانو سره شوې هوکړه سل په سلو کې پلي کړي او د یوه ملي بحث او ټول ګډونه حکومت لپاره زمینه برابره کړي."
د واشنګټن نوې اداره، د بګرام هوايي اډه او د امریکا پوځي تجهیزات
د سیاسي چارو ځینې پوهان بیا وايي چې د ډونالډ ټرمپ راتلونکی حکومت ښايي د بګرام هوايي اډې د کنټرول او له طالبانو سره د خبرو اترو مسایل په پام کې ولري.
سیګار وايي چې د اوه میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي "افغانستان به د ټرمپ لپاره لومړیتوب نه وي. هغه په بین المللي مسایلو کې د یوه سوداګریزه فلسفه لري. که لازمه وي چې د بګرام هوايي اډې کنټرول ولري نو بیا کیدای شي چې له طالبانو سره خبرې وکړي. ممکن ځینې محدویتونه لرې کړي او پیسې ورکړي او په دې ترتیب چین په یوه ډول راایسار کړي."
ډنالډ ټرمپ په داسې حال کې له طالبانو د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخېستلو په اړه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې « سیګار» ویلي چې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د تیر جمهوري نظام د ملي اردو پوځي تجهیزات له طالبانو سره پاتې دي. د طالبانو حکومت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه چې لویه موخه یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او په افغانستان کې د بین الاافغاني خبرو اترو پیلول وه په ۲۰۲۰ کال کې چې د ډونالډ د جمهوري ریاست لومړی دوره وه لاسلیک شوه.