د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

په کندهار کې د سړک د غاړې خوړو د پلورونکو بازار تود دی


کندهار ښار
کندهار ښار

په کندهار کې د سړک د غاړې خوړو پلورونکي هره ورځ خلکو ته خوندور او ارزانه خواړه برابروي او له دې لارې زرګونه کسان د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کوي.خلک وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په رستورانټونو کې خواړه نشي خوړلای، نو د سړک غاړې خوراکي توکي د هغوی لپاره غوره بدیل دی.

په دې وروستیو کې په کندهار کې د سړک د غاړې خوړو مینه وال زیات شوي او ډېر خلک له دغه خوړو استفاده کوي.

په دې خوړو کې محلي کباب، سمبوسې، پکوړې، شور نخود، وریجې، ینه او نور ډول ډول خواړه پلورل کېږي، چې ځیني یې د خوند له اړخه ډېر مشهوره دي. دا خواړه ځکه ډېر پېرېدونکي لري، چې هم اقتصادي دي او هم ژر چمتو کېږي.

علي شاه چې په کندهار کې د سړک پر غاړې خواړه پلوري وايي، ځیني خواړه په کورونو او ځیني هم ځای پر ځای چمتو کوي، چې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه زیات پېرېدونکي ورته راځي. نوموړی وايي، "د الله ج څخه راضي یو، د کور خرڅ او یو شی پکښي وزي. هغه د بل تر مزدورۍ ښه دی. دلې راځي مشتریان راځي."

ښاریان: د سړک د غاړې خواړه هم ارزانه دي او هم ژر تیارېږي

د خوړو بل پلورونکی بصیر احمد وايي، "دا خواړه ارزانه دي او بیه یې په بل ځای کې سل یا یو سل او شل افغانۍ وي، خوزه یې په شپیته افغانۍ پلروم. ښه خوندور خواړه دي."

د کندهار اوسېدونکي وايي، هغه خواړه چې د سړک په سر پلورل کېېږي نه یوازې خوندور دي، بلکې د رستورانونو په پرتله ارزانه دي، ځکه ډېری خلک اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولای په رستورانټونو کې ګران خواړه وخوري.

د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالصمد وايي، "دا خوراک ښه ارزانه تمامیږي، هم ښه کیفیت لري او هم په رستورانټ کې په سل افغانۍ تمامیږي، دلې په پنځوس افغانۍ تمامیږي."

جاوېد احمد، د کندهار بل اوسېدونکی وايي چې "له درې- څلور میاشتې راهیسې دلته راځم. نو دا چې ما کله شروع کړي، ښې وریجې دي ځکه خورم."

کندهار، د سړک د غاړې خواړه
کندهار، د سړک د غاړې خواړه

که څه هم د سړک غاړې خواړه اوس د کندهار د ښاري کلتور یوه برخه ګرځېدلي، خو روغتیاپالان د دې خوړو د کیفیت په اړه اندېښنې لري.

روغتیاپالان د سړک د غاړې خوړو د کیفیت په اړه اندېښنه لري.

ډاکټر محب الله روښان وایي، د سړک غاړې خواړه اکثره د حفظ الصحې اصول نه مراعتوي چې دا د ناروغیو د خپرېدو لامل کېدلی شي. نوموړی ټینګار کوي چې د عامې روغتیا ریاست باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. ډاکټر روښان زیاتوي چې "هغه خوراکي توکي چې د ریړو پرسر یا د سړک په غاړو کې خرڅېږي، د پاکوالي ضمانت یې نشته. دا خواړه اکثره له مکروبونو او ناروغیو ډک وي، چې د خلکو روغتیا ته جدي زیان رسولی شي."

د ښاغلي روښان په وینا د سړک غاړې خوراکي توکي، که څه هم د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو اقتصادي حل ګڼل کیږي، خو د روغتیايي اندېښنو له امله باید تر څارنې لاندې راوستل شي.

روغتیاپالان وایي د عامې روغتیا ریاست ته په کار ده چې د حفظ الصحې لپاره مشخصې تګلارې رامنځته کړي او په دې برخه کې جدي نظارت وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې د طالبانو د حکومت د کندهار عامي روغتیا ریاست نظر هم واخلو خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه سول.

XS
SM
MD
LG