د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

رینا امیري د خپل دندې په پای کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ


د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ریناامیري
د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ریناامیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې درې کلن ماموریت یې پای ته رسېدلی، یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د حکومت له پای ته رسېدو سره سم د افغانستان لپاره د رینا امیري شاوخوا درې نیم کلن ماموریت هم پای ته ورسېد خو نوموړې د خپلې دندې په پای کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

مېرمن امیري پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو کابو څلور میاشتې وروسته د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۳۰ مه نېټه د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د حکومت له خوا افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړې استازې په توګه ګمارل شوې وه.

رینا امیري وايي چې د طالبانو فرمانونو ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې کړې دي.

مېرمن امیري نن (د جنورۍ ۲۰مه) په خپل ایکس پاڼه د خدای پامانۍ لیک په خپرولو لیکلي، چې د حساب ورکولو لپاره د طالبانو د اړ ایستلو، د افغان زړورو ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو هڅو نه د کار اخیستې لپاره کار ته اړتیا ده.

که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د مېرمن امیري پر ځای بل کس وګوماري که نه، خو نوموړې لیکلي دي چې، مهمه ده طالبانو ته پر ښځو او نجونو د هغو تخریبوونکو فرمانونو د لغو کولو لپاره قناعت ورکړل شي. د هغې په ټکو دې فرمانونو ښځې او نجونې په افغانستان کې له خپلواکۍ، خوځښتونو، زده کړو، کار، د غږ له اوچتولو او د روغتیایي خدمتونو له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.

پر طالبانو د رینا امیري تازه نیوکې

مېرمن امیري په خپل تازه بیان کې پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې د ډار او وېرې فضا رامنځته کړې او دغه هېواد یې د بې وزلۍ او انحصار په څرخ کې ساتلی دی. میرمن امیري پر طالبانو غږ کړی چې د لږکیو حقونو ته دې هم درناوی وکړي.

واشنګټن- رینا امیري او نور امریکايي چارواکي د ښځو د حقونو له فعالې ملالې یوسفزۍ سره تر خبرو وروسته
واشنګټن- رینا امیري او نور امریکايي چارواکي د ښځو د حقونو له فعالې ملالې یوسفزۍ سره تر خبرو وروسته

په افغانستان دننه او بهر د ښځو او بشري حقونو ځینې فعالانې وایي، د رینا امیري د ماموریت پر مهال په تېرو څه دپاسه درې کلونو کې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې پرمختګ رامنځته نه شو، بلکې په خبره یې د طالبانو د حکومت لخوا په بېلابېلو فرمانونو پلي کولو لا محدودې شوې.

د رینا امیري د درې کلن ماموریت د اغېزمنتوب په اړه پوښتنې

د کابل ښار اوسېدونکې او د ښځو حقونو فعالې ګل رخ یارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "رینا امیري دا غږ چې اوس یې د ښځو لپاره اوچت کړی یا یې خبرې کړي، باید هغه مهال چې په خپل موقف کې وه په عملي بڼه یې زموږ لپاره کار کړی وای او زموږ د افغان ځپل شویو ښځو ملاتړ او دفاع یې کړې وای."

د بشري حقونو یوشمېر فعالان په عملي ډګر کې د رینا امیري کار بې نتیجې بولي.

په پاکستان کې مېشته د ښځو او بشري حقونو بله فعاله ماریا نوري بیا وایي که څه هم رینا امیري نړیوالو ته د افغان ښځو غږ رسولی خو په خبره یې په عملي ډګر کې یې هڅې بې پایلې وې.

نوموړې زیاتوي چې "رینا امیري د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه وکړای شول چې افغان ښځو ته د نړیوالو پام ور واوړوي،هغې که څه هم تل ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا بندیزونه دې لغو شي او د ښځو حقونه دې ورکړل شي خو په عمل کې د افغان ښځو په ژوند کې کوم (مثبت) بدلون نه دی راغلی، طالبانو لا هم خپلو محدودوونکو پالیسو ته دوام ورکړی، خو دا داسې ښيي چې د نویوالو هڅې د افغان ښځو په اړه د طالبانو د کړنو په بدلون کې کوم اغېز نه درلود."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو که څه هم په وار وار ویلي چې د ښځو په ګډون د ټولو افغان وګړو حقونه یې د شریعیت له مخې ټینګ کړي دي خو د بشري حقونو فعالانو، نړیوالو او په کور دننه د ښځو د حقونو فعالانو ته دا ادعا د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG