د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په پاکستان کې کاروباریان وايي، د افغانانو ایستلو یې پر کاروبار منفي اغېز کړی


یو شمېر پاکستاني کاروباریان وايي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ستنولو د دوی په کاروبار بد اغیز کړی دی.

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او افغانستان ته د ځینو هغو د جبري ستنولو له کبله یو شمېر پاکستان کاروباریان وايي دې لړۍ یې کاروبار ته لوی تاوان رسولی دی.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي چې ډیری افغانان اوس د پولیسو د نیولو له ویرې ښارونو ته نه راوځي او په ځینو بازارونو کې ګڼه ګوڼه د پام وړ کمه شوې ده.

د اسلام اباد اوسېدونکی ذیشان چې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري، ازادي راډیو ته وویل:

له کله چې د افغانانو د نیولو لړۍ تیزه شوې زموږ میوې او ترکارۍ تر ډېره خرابیږي ځکه چې اخېستونکي یې تر ډېره همدغه افغانان وو

«ډېری افغانان بېرته افغانستان او یا هم نورو ښارونو ته روان دي، ځکه دا کوم وضعیت چې دلته روان دی د زغم وړ نه دی، د خلکو عزت ته پام نه کیږي، نو داسې وضعیت ته خو څوک نه پاتې کیږي ټول د وتلو په فکر کې دي چې زه فکر کوم دا چاره به پر کارونو ډېر بد اغیز وکړي، له حکومته غوښتنه کوو چې دوی دې نه ځوروي او اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.»

د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی حسنین چې په اسلام اباد کې د تازه سبزیو او میوو دوکان لري هم په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

« د افغانانو تر وروستیو نیولو وړاندې زموږ کاروبار ډېر ښه و له هغې راهیسې چې دوی « پاکستاني پولیسو» د افغانانو د نیولو لړۍ تیزه کړې زموږ میوې او ترکارۍ تر ډېره خرابیږي ځکه چې اخېستونکي یې تر ډېره همدغه افغانان وو په ټوله کې دې لړۍ زموږ پر کاروبار خورا بد اغیز کړی دی.»

د خیبرپښتخوا د پیښور ښار یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دوی د افغانانو په ستنولو نه دي خوښ او باید د دې لړۍ مخه ونیول شي.

« موږ غواړو چې افغانان په پاکستان کې پاتې شي ځکه چې دوی کاروباري خلک دي او ښه ده چې دلته کاروبار وکړي او دوی ښه خلک دي.»

دا په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له پیل سره همهاله په پاکستان په ځانګړي توګه په اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو او ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

د ځینو راپورونو پربسټ پاکستاني پولیسو د بې اسنادو افغانانو سربیره ځینې هغه افغانان هم نیولي او ستانه کړي چې قانوني اسناد یې هم لرل.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د جنورۍ په ۱۵ ویلي و چې د دغه سفارت شارژدافیر په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر له مسولینو سره په کتنه کې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو د نیول کېدو او ځورونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد سفارت همدا شان د جنورۍ په ۶ نېټه ویلي چې په ورستیو کې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې نږدې ۸۰۰ افغانان نیولي چې په نیول شویو کسانو کې د معتبرو اسنادو درلودونکي کسان هم شامل دي.

یو شمېر نړیوالو بسټونو هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده، خو د پاکستان حکومت تراوسه د دې غبرګونونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې د افغانانو شورا هم وايي هم وايي چې د افغانانو د نیولو او ستنولو لړۍ پر افغان میشتو سیمو کې د خلکو په کاروبار منفي اغیز پریښی دی.

د دغه شورا میروس عالمي افغان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ستنولو لړۍ د افغانانو سربیره په پاکستاني کارباریانو هم ناوړه اغیز پریښی او په کار ده چې د پاکستان کاروباریان هم پر خپل حکومت فشار راوړي څو د افغانانو پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره له ځنډ پرته اقدامات وکړي.

تازه د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلی افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بحران نړۍ له یاده ایستلی.

یان ایګلنډ د شنبې په ورځ (د جنوري په ۱۸ مه) په خپله ایکسپاڼه لیکلي، پاکستان اته لکه افغانان تر دې دمه له خپلې خاورې ایستلي او ایران هم د دوو میلیونو افغان کډوالو د ایستلو پلان لري.

XS
SM
MD
LG