په بیان کې راغلي چې هڅې روانې دي پاتې ۸۴ نور افغان بندي کډوال هم راخوشې کړي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه چې ثبت شوي افغان کډوال څنګه نیول شوي وو وویل:
«په دې کې اکثریت اسناد لرونکي کډوال وو. پولیسو هغوی له کورونو او لارو کوڅو نه وړي وو. خو هلته چې کوم د دوی خپلوان یا کډوال وو کله چې پولیسو له دوی د پیسو غوښتنه کړې وه هغه کسان دوه درې ورځې دوی په سنټر کې ساتلي وو او له هغه وروسته یې بیا خلاص کړل. داسې کسان هم شته چې ثبت شوي وو او هغوی پیسې نه وې ورکړې او د هغې نه پس یې هغوی ډیپورټ کړل. د هغوی تعداد ۱۵۰ شاوخوا وو چې اسلام اباد نه دوی ډیپورټ کړل.»
په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت مخکې اندېښنه ښوولې وه چې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو په ځورونې او نیولو لاس پورې کړی او ګڼ هغه افغانان یې هم نیولي چې د اوسېدو قانوني اسناد او کارتونه لري.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د بشري حقونو ځینې مدافع بنسټونه هم د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورونې د سختې اندېښنې وړ بولي.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي چې په اسلام اباد کې نوی کال د افغان کډوالو لپاره له ویرې او اندېښنو ډک وو ځکه پولیسو شپنۍ چاپې وهلې او سلګونه افغان کډوال یې ځورولي او په خپلسره توګه یې نیولي دي.
دغه سازمان په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې نیول شوي کډوال سمدستي خوشې او له قانوني کډوالو د اضافي اسنادو شرطونه لرې کړي.
خو پاکستاني چارواکي له دې ټولو اندېښنو سره سره بیا هم د افغان کډوالو نیولو ته دوام ورکړی. د تازه شمېرو په اساس لږ تر لږه ۳۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم درلودل د شنبې په ورځ په کراچۍ کې نیول شوي دي.