د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو پر بندیز نیوکه وکړه او دا يې د ټولنې له نيمايي قشر سره بې عدالتي وبلله.
نوموړي د شنبې په ورځ د جنوري په ١٨مه نیټه په خوست ولايت کې یوې غونډې ته په خبرو کې پر خپلو مشرانو غږ وکړ، چې د زده کړو دروازې د ټولو پر مخ پرانیزي.
هغه غونډې ته په وینا کې چې یو شمیر کورنیو رسنیو یې ویدیو ګانې خپرې کړې دي، زیاته کړې: «نن ټوله نړۍ زموږ سره په همدې ستونزې باندې اخته ده، همدا نیوکه پر موږ کوي، او موږ په کومه لار چې روان یوو دا زموږ د طبیعت خبره ده نه ده شریعت.»
ښاغلي ستانکزي دغه راز ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز ته کومه پلمه نشته او نه هم کومه پلمه پیدا کیدای شي.
په ورته وخت کې له زده کړو بې برخې یو شمیر نجونې هم وايي له روان وضعیت ناهیلي دي او د طالبانو حکومت باید دوی ته د زدکړو د دوام اجازه ورکړي.
له دوی څخه یوه چې پوهنتون ته له تګ بې برخې شوې او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
«په دې هیله یم چې ټول طالب چارواکي په یو نظر واوسي او یو سم هدف وټاکي او د نجونو پر مخ د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیزي.»
له ښوونځي راګرځول شوې یوې زده کوونکې، بهار هم ازادي راډيو ته وویل: «یو کس نه شي کولای په هیواد کې دومره لوی تغیر راولي، تر څو چې نور کسان د دې له نظر څخه ملاتړ ونه کړي موږ دا تمه نه شو درلودای چې په هیواد کې به کوم بدلون راشي.»
د یادونې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي مخکې هم ورته څرګندونې کړې دي.
خو د نوموړي دا تازه څرګندونې داسې مهال دي چې د جنوري په ۱۱مه او ۱۲مه نیټه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د نجونو د تعلیم په اړه په یوه نړیواله غونډه کې هم په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو بندیز وغندل شو.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنیدو وروسته د نجونو پر کار او نورو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو پر بندیزونو سربیره، له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو او ان په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
نړیوالو له دې امله په پرله پسې توګه د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې دي او دوی یې د مېرمنو په وړاندې له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورن کړي خو د طالبانو حکومت وايي چې "دوی د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل ټول جایز حقونه ورکړي دي."
په داسې کې چې په اسلام اباد کې د نجونو د تعليم په اړه د نړيوالې غونډې جوړوونکې، د سعودي عرب د نادولتي ادارې، رابطه العالم اسلامي مشر وايي "په اسلام کې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته او هېڅوک بايد د دې لپاره شرعي بهانې ونه لټوي".