د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن یکشنبه غرمه مهال (د جنورۍ په ۱۹مه) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، د واورې د شدید ورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د سالنګونو د لارې یو موټر چلوونکي مبین د دغو لارو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ په شمالي سالنګ کې یوو، فعلا وضعیت ډېر خراب دی، توپان دی، سرکونه واورو نیولي اصلا موټر ترې وتلی نه شي."
ښاغلي حق شناس زیاته کړې چې د سالنګونو په ګډون د غور - کابل او غور - هرات او د غوک او بند بایان لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي.
دغه شان نوموړي ویلي چې د غزني ولايت د مالستان، کوهستان، اجرستان او ناور ولسواليو نښلونکي سړکونه او د بامیانو، دایکنډي، میدان وردګو او فاریاب ولایتونو لویې لارې هم د واورې داورښت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې د یاد وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه د واور پاکولو او لارو پرانیستلو هڅې کوي.
نوموړي دا هم ویلي چې د ورځې په لړ کې به ځینې تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شي.
ښاغلي حق شناس په تخار، بدخشان، پنجشیر، کابل، ارزګان، کندوز، نورستان او سمنګان ولايتونو کې هم د درنې واورې د اوریدو خبر ورکړ.
خو د ځینو ولایتونو اوسېدونکي بیا شکایت کوي چې د شدیدو ورښتونو لپاره له وړاندې د یو منظم پلان او سیستم د نشتون له امله هر ځل لویې او وړې لارې تړل کېږي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.
د غور ولایت یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
“دلته غور چې له نورو ولایتونو سره نښلي یوه لاره د بکک کوتل په نوم ده، له بده مرغه دا لاره هر ځل په واوره کې تړل کېږي چې اوونۍ هم دوام کوي، هغه پل چې هرات او غور سره نښلوي د هغه له ویجاړېدو وروسته اوس ټول خوراکي توکي او ټول د اړتیا وړ مواد له کابله غور ته راوړل کېږي، چې اوس د همدې بکک کوتل د تړل کېدو له امله هېڅ ډول اسانتیا ته لاسرسی نه لرو، دا لس پنځلس کاله کېږي چې زموږ دا دوه مهمې لویې لارې نه دي جوړې شوي او خلک یې له زښته زیاتو ستونزو سره مخ کړي.”
د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي نصیر هم ازادي راډیو ته وویل:
“دا دوه ورځې چې دلته شدیدې واورې اوري، کابل ته لویې مواصلاتي لار او دلته مرکز ته د ولسوالیو لارې تړل شوي، خلک بند پاتې دي خصوصا څوک چې ناروغان لري له ګڼو ستونزو سره مخ دي نه شي کولای خپل ناروغان تر روغتونونو ورسوي، له مسولینو مو غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې دا لارې پرانیزي.”
دا افغانان او د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي داسې مهال د رامنځته شویو ستونزو له امله شکایت کوي چې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې او دغه شان د ټولګټو وزارت ویاند یې پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پر تړل شویو لارو دې د موقت وخت لپاره تګ راتګ بند کړي او یا دې هم له ځان سره اړین لومړني وسایل ولري.
د هوا پېژندنې ادارې د مخکنیو وړاندوېنو له مخې، سږنی ژمی به د تېرو څو کلونو په پرتله سوړ او ورښتونه به هم په کې ډیر وي.