کله چې د نومبر د پنځمې نېټې په انتخاباتو کې د ټرمپ د بریا اعلان وشو، په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوې اداره به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره، د دوی په وینا، "واقعبینانه " ګامونه پورته کړي.
د طالبانو یو شمېر مخالفین بیا هیلهمن دي چې ټرمپ به د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي. د طالبانو مخالفان د ټرمپ د هغو څرګندونو له امله هیلمن شوي دي، لکه هغه چې د جنورۍ په اوومه نېټه یې وویل:
"ولې باید طالبانو ته په میلیارډونو ډالر ورکړو؟ دا د باور وړ نه ده چې په میلیارډونو ډالر طالبانو او افغانستان ته ورکړل شي. دا کار جو بایډن کوي."
د ټرمپ له دې دریځ سره هغه ته ځیني نژدې کسان هم موافق دي. له دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ټرمپ نوماند مارکو روبیو د تېر کال په مارچ میاشت کې د امریکا سنا ته یوه طرحه وړاندې کړه. په دې طرحه کې غوښتل شوي وو، تر هغه وخته دې پر افغانستان د امریکا مرستې بندې شي څو دا ډاډ ترلاسه شي چې طالبان دغه پیسې نه ترلاسه کوي.
یو شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې طالبان له دې پیسو مالیه اخلي. د جرمني د یوه پوهنتون استاد اسحاق اتمر ازادي راډیو ته ویلي:
"طالبان له دې پیسو لس فیصده مالیه اخلي، بیا یې په افغانیو بدلوي او موسساتو ته یې ورکوي چې په دې تبادله کې هم ګټه کوي."
ښاغلي اتمر په ورته وخت کې د امریکا دغه مرستې د خوارو افغانانو لپاره مهمې بولي:
"د دې پیسو د بندېدو مستقیم اغېز پر ولس دی. یو خطر دا دی چې که طالبان دغه مرستې ترلاسه نه کړي، نو دوی به نورې سرچینې ولټوي. ممکن دوی د سیمې هغو هېوادونو ته لکه روسیې، چین، هند یا ایران ته مخه کړي او له هغوی مرسته وغواړي."
د طالبانو مخالفینو ته د ټرمپ بریا دا هیله هم ورکړې چې د دوحې پر تړون به بیا خبرې وشي. دا هیله د زلمي خلیلزاد د ایکسپاڼې دې پیغام ورکړې چې وايي:
"دغه تړون دې ته اشاره کوي چې په کابل کې باید حکومت د طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له لارې جوړ شي."
د ټرمپ په اداره کې د ملي امنیت سلاکارۍ ته نوماند مایک والټز له هغو کسانو څخه دی چې د دوحې پر تړون یې سختې نیوکې کړې دي. دغه تړون زلمي خلیلزاد د ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه له ملا برادر سره لاسلیک کړ.
نو ایا د ټرمپ اداره به د دوحې د تړون د بشپړ پلي کېدو لپاره هڅې وکړي؟
د سیاسي علومو کارپوه او استاد نصرالله ستانکزی وايي:
"که ټرمپ یا د ټرمپ اداره پر طالبانو فشار راولي، نو طالبان به د سیمې هغو هېوادونو ته لکه روسیه، چین یا ایران مخه کړي. دا حالت د افغانستان په ګټه نه دی. د افغانستان اوسني واکمنان باید د قطب بندۍ پر لور لاړ نه شي. مطلوبه لاره دا ده چې طالبان له موجوده امریکایي حکومت سره د معینو چینلونو له لارې اړیکې وساتي او هغه تعهدات چې یې په نړیواله کچه کړي دي، لکه د بشري حقونو رعایت او د یو ځواب ورکوونکي دولت جوړېدل، عملي کړي."
د طالبانو د حکومت پر وړاندې نیوکې
د نړیوالې ټولنې یوه سخته نیوکه د طالبانو پر حکومت دا ده چې بشري حقوق، په ځانګړي ډول د ښځو حقوق، نه رعایتوي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر ترلاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل. په بل کال کې یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې وځنډولې، او په وروستي ګام کې یې د طبي موسسو په زده کړو کې هم د ښځو ګډون بند کړ.
د ښځو د حقونو فعاله او د سیاسي چارو کتونکې زکه ملیار وايي:
"د افغانستان بهرنی مشروعیت، د بانکونو تحریمونه، او د افغانستان د پانګې کنګل کېدل د نجونو د زده کړو له بندیز سره مستقیمه اړیکه لري. زه هیله لرم چې د امریکا نوی ولسمشر به د دې ستونزې په هوارولو کې مرسته وکړي."
اغلې ملیار زیاته کړه چې ټرمپ به د دوحې د تړون د بشپړ پلي کېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د دوحې پر تړون د جو بایډن د ادارې چارواکو نیوکې لرلې. د ډیموکرات ګوند د کاندیدې او د بایدن مرستیالې کاملا هارس د انتخاباتي مناظرې پر مهال ټرمپ تورن کړ چې دا تړون یې کمزوری کړی.
د ټرمپ د دې تړون دفاع داسې وه:
"دا یو ډېر ښه تړون و. موږ به په چټکۍ سره خپل پوځیان ایستلي شوی، او په افغانستان کې به مو په میلیارډونو ډالر وسلې او تجهیزات نه وای پرېښي."
د ټرمپ بهرني سیاست او راتلونکې اټکلونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د ټرمپ نوماند مارکو روبیو د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د سنا غونډې ته په خبرو کې د اوکراین جګړې، د غزې شخړې، او د چین تګلارې په اړه خبرې وکړې. افغانستان یې یاد نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې د نړۍ سوله او د متحدو ایالتونو امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
د سیاسي چارو کتونکې زرکه ملیار په باور، د منځني ختیځ ستونزې د ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته په چټکۍ سره هوارېږي. هغه زیاتوي:
"ټرمپ یو قاطع سړی دی. په منځني ختیځ کې ستونزې په ختمېدو دي، او داسې ښکاري چې د افغانستان موضوع به بیا د هغه د لومړیتوبونو په سر کې ځای ولري."