د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

افغان کډوال او کورني بې ځایه شوي د ژوند له سختو شرایطو سر ټکوي


د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال او په افغانستان کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ وايي اقتصادي وضعیت یې خورا ترینګلی دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ابوالفضل کاظمي یو له هغو افغان کډوالو دی چې درې کاله وړاندې د کډوالۍ د کېس د مخ ته وړولو لپاره پاکستان ته راغلی خو وايي، اوس یې اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او د ژوند کولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري .

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«حالت ډېر ترینګلي دي، د پلار مې دواړه پښتورګي له مځه تللي دي ما خپل یو (پښتورګی) ورکړ، مور مې هم ناروغه ده، ویزې نه لرو چې په پاکستان کې کار وکړو، د یوه وخت ډوډۍ لرو او د دوو هغو نه لرو، ستونزې مو ډېرې دي عاجلو مرستو ته اړتیا لرو.»

د فاریاب ولایت اوسېدونکی حفیظ الله چې درې کاله وړاندې له ایرانه افغانستان ته ستون شوی وايي، د ناسم اقتصادي وضعیت او بې کارۍ له کبله اړ شو چې پیسې پور کړي او بیا ایران ته ولاړ شي:

«میرمن او بچیان مې په افغانستان کې پاتې دي، دا چې ژمی دی او هوا ډېره سړه ده او موږ په یوې لرې سیمه کې ژوند کوو، هلته هېڅ ډول اسانیتاوې نشته د ډبرو د سکارو او لرګیو د پېرولو لپاره پیسې نه وې نو زه مجبوره شوم چې ایران ته راشم او هغوی هلته پریږدم.»

په ورته وخت کې هغه افغانان چې د طبعي افتونو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي د سرپناه د نشتوالي او له ناسم اقتصادي وضعیته شکایت کوي.

یحیی چې تېرکال یې د ځمکې ښوېدنې له کبله د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې کور ویجاړ شو او د کورنۍ درې غړي یې په دې پیښه کې مړه شول، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«څه باندې یو کال کیږي چې موږ له خپل کلي بې ځایه شوي یوو، په کلي کې مو ډبرې وښوېدې اوس دلته په ننګرهار کې په یوه کرايي کور کې اوسیږو، له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو سرپناه نه لرو باید له موږ سره عاجلې مرستې وشي.»

په همدې حال کې اروپايي اتحلدیې د ملګروملتو د کډوالو له لویې کمیشنرۍ سره د ۳۶ ميليونه يورو یو موافقه لاسليک کړې چې له مخې به يې اروپايي ټولنه سلګونه زره افغان کډوالو، بېرته ستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو ته د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې همکاري وکړي.

په ورستیو کې افغان کډوال په پاکستان او ایران کې د جبري ستنولو ترڅنګ له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان «IOM» د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ میاشتې له پاکستانه څه باندې ۸ لکه او ۱۳ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

تر دې واړندې ایراني چارواکو ویلي چې په تېر یوه کال کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان له دغه هېواده ایستلي او هوډ لري چې د روان هجري لمریز کال ترپایه دغه شمېر دوو میلیونو ته ورسوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډیری افغانان د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ګواښونو له کبله له هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG