د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د خوړو نړیوال پروګرام؛ په افغانستان کې د خوړو او سونګ توکو بیې لوړې شوې دي


افغانستان (آرشیف)
افغانستان (آرشیف)

د خوړو نړېوال پروګرام «ډبلیو ایف پي» وایي چې د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه اوونۍ کې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي.

په داسې حال کې چې سږکال د ژمي په سوړ موسم کې د ډېرو افغانانو دسترخوانونه د پخوا په پرتله بې رنګه دي، د خوراکي توکو د بیې لوړوالي هم ژوند کول خورا ورته سخت کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام ډبلیو ایف پي وايي چې د روانې میاشتې په دوهمه اوونۍ کې له وچې ډوډۍ او پیازو پرته، د ټولو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

ډبليو اف پي د جنوري په ۱۹مه په خپل راپور کې د دې زیاتوالي لامل د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې ۴.۲ سلنه کموالى بللى. راپور زیاتوي چې د خوراکي توکو د بیو ترڅنګ، د سون موادو نرخونه هم لوړ شوي دي.

سخت ژمى، بېوزلۍ، د بیو لوړوالي او بېکارۍ د ډېرو کورنیو ژوند تر فشار لاندې راوستی دی.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي چې د سون توکو، چې په ژمي کې د تودوخې او پخلي لپاره کارول کېږي، بیې لوړې شوې دي، پرته له بلوط لرګي چې بیه یې ثابته پاتې ده، د نورو لرګیو، سکرو او تېلو بیې لوړې شوې دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې په عین حال کې په افغانستان کې کاري فرصتونه هم کم شوي دي، سخت ژمى، د مالي سرچينو کمښت، د بیو لوړوالی او بېکاري د ډېرو افغان کورنیو ژوند تر فشار لاندې راوستی دی.

خوست ولایت، د سونګ لرګیو لارۍ (آرشیف)
خوست ولایت، د سونګ لرګیو لارۍ (آرشیف)

رحمان‌الدین، چې د کندز ولایت اوسیدونکی دی، د دوشنبې په ورځ يې آزادی راډيو ته وویل چې اته ماشومان لري او د خوراکي توکو او سون موادو د پېرلو لپاره پیسې نه لري. نوموړی وايي "چې پیسې وي، سړى به خوراکي توکي پرې واخلي، خو زه پیسې نه لرم. نرخونه لوړ شوي دي. خدای شاهد دی چې په کور کې مې هیڅ شی د سون یا خوړلو لپاره نه لرم. د ډالر په لوړیدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي، او که ډالر بېرته ټیټ شي، بیې بېرته نه ټیټېږي."

په روان میلادي کال کې به د افغانستان د ټولو وګړو نیمايي بشري مرستو ته اړتیا ولري. 

همداراز، د کابل اوسېدونکي عبدالرحیم، آزادی راډيو ته وویل چې "په دې څو ورځو کې نرخونه ورځ تر بلې لوړ شوي دي. هر کال به مې د بلوط لرګی په ۶ زره افغانیو اخېستل، خو سږکال چې ژمی ډېر يخ دی او واوره زیاته ده، په اسانۍ سره بلوط لرګی نه پیدا کېږي او که پیدا شي، نرخ یې ۱۳ یا ۱۴ زره افغانیو ته رسېدلی دی. ټول خوراکي مواد لکه اوړه، غوړي، وریجې ګران شوي دي. د ژمي په راتګ او د لارو بندیدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. له یوې خوا بېکاري او له بلې خوا د بیو لوړوالی موږ ځوروي."

هټیوال هم د بیو د لوړېدو خبره کوي. د ننګرهار ولایت یوه هټیوال حفيظ الله، د سلواغې په لومړۍ نېټه ازادی راډيو ته وويل چې "نن د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي، ځکه چې ډالر د افغانۍ په وړاندې لوړ شوی دی. د تاجکستاني اوړو یوه بوجۍ ۱۴۰۰ افغانۍ، د کورنیو اوړو یوه بوجۍ ۱۳۵۰ افغانۍ، ۱۰ لیټره بوشکه غوړي په ۱۰۱۰ افغانۍ، او يوه بورۍ بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ ده. نور خوراکي توکي هم لږ څه اندازه ګران شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې د جنورۍ په ۶مه په خپل راپور کې اندیښنه څرګنده کړې وه چې په روان میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان یا د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري. سره له دې، (اوچا) د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه نیټه ویلي چې له جنورۍ څخه د مارچ تر میاشتې پورې د ۲۰۲۵ میلادي کال ځینې مهمې روغتیايي، تعلیمي، خوراکي او سرپناه مرستې د بودیجې د نشتوالي له امله د بندیدو له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG