لاسي څراغونه، شمعې او تیلي څراغونه پخوا په افغانستان کې د کورونو د روښانولو لپاره ساده او دودیز وسایل وو چې خلکو به ترې کار اخیست، خو د هېواد په ځینو سیمو په ځانګړې ډول په ښارونو کې له برېښنا او برقي وسایلو د خلکو له زیاتې کارونې سره دغو وسایلو خپل ځای په تدریجي توګه نورو پرمختللو وسایلو ته پریښی دی.
خو په ځینو سیمو په ځانګړي ډول کليو کې خلک لا هم د کورونو د روښانولو لپاره له پخوانیو دودیزو تیلي څراغونو کار اخلي.
د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د دلخکي کلي اوسېدونکې رحیمه وایي چې په کلي کې برښنا نه لري او دوی اړ دي چې له الکین (لالټین) او کله هم له ګازي ګیس کار واخلي:
دې ازادي راډیو ته وویل:
"زمونږ خواته اصلاُ برښنا نشته موږ له ګازي ګیسونو یا تېلي الکینونو کار اخلو."
د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد قسیم هم وایي چې د کور د روښانه کولو لپاره الکین کاروي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
"موږ په کلي کې اوسېږو او دلته د برښنا امکانات نشته او موږ وسه هم نه لرو چې برقي څراغونه وپېرو، ستونزې ډېرې دي اوله څراغونو (الکین) نه استفاده کوو."
خو په ځینو ځایونو کې له الکینونو چې تېلي څراغونه دي، د رڼایي لپاره نه بلکې د لرغونتون له امله یې د ډول لپاره استفاده کېږي.
احمد شاه صافی چې په ننګرهار ولایت کې د یو رسټورانت خاوند دی ازادي راډیو ته یې وویل:
“موږ په خپل رستورانټ کې یو دوه دانې الکینونه لرو او د ډیکورېشن لپاره مو ايښي دي او په ډېرو رسټورانتونو کې هم د ډېکور او ښکلا لپاره د یو پخواني لرغوني اثر په توګه ایښودل کېږي.”
تېلي ګیسونه بیا چې دا هم مخکې د افغانستان په ښارونو کې د خلکو د کورنو د روښانه کولو لپاره ډېر دود وه، ایا لا هم کارول کېږي؟
د کابل ښار اوسېدونکې نازنین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پخوا تېلي ګیسونه وو چې خلکو کارول خو اوس بیخي ورک شوي دي او نشته نو ځای یې ګازي ګیسونو نیولی چې خلک یې کاروي، برقونه کله وي کله نه وي نو موږ له همدې ګازي ګیسونو کار اخلو."
د افغانستان په ډیرو لرو پرتو سیمو کې بیا ممکن هغه تیلي څراغونه نه هم استفاده وشي چې خلکو په خپله جوړول.
د یادونې ده چې په ښارونو کې بیا د برښنا د ډیرې پرچاوۍ له امله هغه کورنۍ چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی له جنراتورنو،چارجي څراغونو او لمریزو برښناوو کار اخلي.