د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د کډوالو د نړیوالو ادارو اندېښنه


AFGHANISTAN-PAKISTAN-MIGRATION
AFGHANISTAN-PAKISTAN-MIGRATION

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان د پاکستان د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په زرګونو افغان کډوال چې متحده ایالاتو او نورو ځایونو ته د کډه کیدو په تمه دي، بیرته افغانستان ته استوي.

په ورته وخت کې هغه افغانان چې له لسیزو راهیسې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ژوند کوي له چارواکو غواړي چې دوی ته لږه اوږده موده وخت وټاکي چې خپل کارونه او شتمنۍ راغونډې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه وضاحت غوښتی دی چې هغه کسان څرنګه بیرته افغانستان ته استوي چې نورو هیوادونو ته یې د دوسیو د بهیر د بشپړیدو چارې نه دي تکمیل شوي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې په زرګونو افغانان په پاکستان کې دې ته انتظار دي چې د امریکا د مهاجرت ویزې به ترلاسه کوي. د ولسمشر ټرمپ ادارې اعلان کړی دی چې د امریکا د کډوالو داخلې پروګرام به د جنوري له ۲۷مې څخه د لږ تر لږه دریو میاشتو لپاره وځنډول شي. دې کار په پاکستان کې میشت هغه افغانان اندیښمن کړي دي چې هیله یې درلوده چې ژر به امریکا ته سفر کوي.

( یو این ایچ سي ار) او ( ای او ایم) په ګډ بیان کې چې پرون( د فبروري ۵) یې خپور کړ، ویلي دي، د دوه زره پنځه ویشتم کال د جنوري له لومړۍ نیټې راپه دې خوا په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو پیښې زیاتې شوې دي او هغه افغانان هم نیول شوې دي چې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف اونۍ مخکې د نژدې درې میلیونه افغان کډوالو په اړه د یوې غونډې مشري وکړه، په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم و. ښاغلي شریف وویل، که چیرته دغه افغانان نورو هیوادونو ته انتقال نه شي نو د دوی د ایستلو لپاره باید چمتوالی ونیول شي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې افغان مدني فعال موسی کلیم همدرد ازادي راډیو ته د اسلام اباد د یوشمیر رسنیو په وینا وویل چې د ( ای سي سي) کارت درلودونکي به د دوو میاشتو او د ( پي او ار)کارت درلودونکي افغانان به د پنځه میاشتو په ترڅ کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي:

« څلویښت پنځه څلویښت کلونه چې چا تیر کړې وي، په څو میاشتو کې د هغوی هرڅه ختمول او خپل وطن ته تلل، یا دا ښار پریښودل او بل ښار ته تلل به ورته ډیر ستونزمن وي. د دوی غوښتنه دا ده چې دوی ته باید وخت ورکړل شي. په دې ترڅ کې دوی خپل کاروبار راغونډ کړي. بیا دوی کوشش کوي چې خپل وطن ته ستانه شي»

UNHCR او IOM وایي چې دوی په ځانګړي ډول د هغو افغان اتباعو په اړه اندیښمن دي چې افغانستان ته د ستنیدو پرمهال له خطر سره مخامخیدای شي، لکه قومي او مذهبي اقلیتونه، ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالین، او د هنري مسلکونو غړي لکه هنرمندان او داسې نور کسان.

د دغو دوو موسسو په ګډ بیان کې دا هم راغلې دي چې دوی له هغو امنیتي ګواښونو خبر دي چې پاکستان ورسره مخامخ دی، خو د دوی په وینا اسلام اباد باید بشري خواخوږۍ له پامه ونه غورځوي.

XS
SM
MD
LG