دا لیک، چې د امریکا د سنا مجلس پنځو ډیموکرات غړو پرون چهارشنبه د دفاع وزیر پیټ هګسټ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر کریسټي ته استولی، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو او د افغان پناهغوښتونکو د منلو پروګرام د ځنډېدو د اجراییوي فرمانونو پر سختو پایلو تمرکز لري.
د لیک جزئیات او سناتورانو دریځ
د دې لیک یوه برخه، چې سناتورې امي کلوبوچر په خپلې ایکس پاڼه خپره کړې او د کریس کونس، ریچارډ بلومنتال، مارک کلی او ډیک دوربین له لوري لاسلیک شوې، پکې راغلي:
"له هغو کسانو سره درېدل چې زموږ ترڅنګ ولاړ وو، د ملي ګټو او ملي عزت مسله ده."
سناتورانو په لیک کې د ټرمپ د اجراییوي فرمانونو پر یو شمېر ځانګړو اقداماتو نیوکه کړې، لکه:
- د پناهغوښتنې د منلو پروګرام ځنډول،
- د بهرنیو چارو وزارت له لوري د مرستو تعلیق،
- د کورني امنیت وزارت له لوري د "بشردوستانه پرول" مهاجرتي پروګرام لغوه کول.
د سناتورانو په باور، دې اقداماتو د افغان پناهغوښتونکو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. دوی له امریکايي ادارو غوښتنه کړې چې د هغو افغانانو لپاره اساسي بشري خدمتونه بېرته پیل کړي، چې په قطر او البانیا کې د استوګنې په کمپونو کې اوسېږي.
له هغې راهېسې چې ډنالډ ټرمپ دویم ځلي واک ته رسیدلی، د نوموړې ادارې د امریکا د نړیوالو مرستو یوه برخه ځنډولې او همدارنګه یې امریکا ته د کډوالۍ پروګرام تعلیق کړی دی. د ټرمپ په مشرۍ اداره وايي چې د امریکا نړیوالې مرستې او همدارنګه دې هېواد ته د کډوالۍ پروګرام څیړې څو ( لومړی امریکا ) پالیسۍ سره سمون ولري او ډاډمنه کړي چې دا چارې د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري.
د افغان پناهغوښتونکو اندېښنې
په ورته وخت کې، هغه افغانان چې په درېیمو هېوادونو کې د خپلو کډوالۍ د قضیو مخته وړلو ته منتظر دي، وایي چې اندېښنې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
مدثر، چې په قطر کې افغان پناهغوښتونکی دی، ازادي راډیو ته وویل:
"موږ خپل ټول امید له لاسه ورکړی دی. نور شاید د افغانستان موضوع نړۍ او امریکا ته هېڅ مهمه نه وي. موږ دلته بې سرنوشته پاتې یوو. کېدای شي څو ورځې وروسته موږ ته ووايي چې تاسو ته هېڅ اړتیا نه لرو، بېرته خپل هېواد ته ستانه شئ. هغه وخت نه پوهېږو چې څه وکړو. په داسې شرایطو کې چې نه مو ژوند خوندي دی او نه مو راتلونکی معلوم، څه باید وکړو؟"
مصطفی عزیزي، چې په پاکستان کې پناهغوښتونکی دی، وویل:
"درې کاله وشول چې موږ په پاکستان کې یو، خو دومره فشار چې په دې درېیو اونیو کې پر موږ راغلی، په دې درېیو کلونو کې نه و. ځکه هغه وخت مو هیله لرله، ویل مو چې یوه ورځ به ځو.
دا سمه ده چې د ټرمپ له راتګه وروسته ډېر خلک اغېزمن شول، خو موږ بالکل ناامیده او بېبرخلیکه شوو. نه پوهېږو څه وکړو او چېرته لاړ شو."
د سناتورانو غوښتنې او د امریکا ادارو ته پیغام
د امریکا د کانګرېس د سنا مجلس پنځو غړو په خپل لیک کې دا هم ویلي چې د هغو افغانانو د بیا ځای پر ځای کېدو بهیر ګډوډ شوی، چې د جنورۍ له ۲۰مې مخکې امریکا ته رسېدلي وو.
په لیک کې له دفاع، بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې خپل سیاستونه روښانه کړي.
- دفاع وزارت ته:
سناتورانو له دفاع وزارته غوښتي چې روښانه کړي ایا د افغانستان د ځانګړي همغږي کوونکي دفتر لا هم امریکايي سرتېرو او د دفاع وزارت ملکي کارکوونکو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو افغان کورنیو د بیا ځای پر ځای کېدو غوښتنلیکونه وړاندې کړي او کنه؟ - بهرنیو چارو وزارت ته:
سناتورانو له بهرنیو چارو وزارت غوښتي، چې تایید کړي ایا د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام لا هم فعال دی او د غوښتونکو او د هغوی د کورنیو د دوسیو څېړنه دوام لري، که نه؟ - کورني امنیت وزارت ته:
د لیک په پای کې، له کورني امنیت وزارت څخه غوښتل شوي چې روښانه کړي "بشردوستانه پرول" پروګرام به د ځانګړو شرایطو لاندې دوام وکړي او که نه؟
د ټرمپ دریځ او د افغان پناهغوښتونکو د منلو د ځنډ لاملونه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، د امریکا نړیوالې مرستې وځنډولې چې په کې له افغانستان سره هم د بشري مرستو ځینې پروګرامونه اغیزمن شول.
ولسمشر ټرمپ ویلي و چې د امریکا بهرنۍ مرستې او بیروکراسي د دې هېواد له ملي ګټو سره سمون نه لري او په ډېرو مواردو کې د امریکايي ارزښتونو خلاف دي.
هغه همداراز ویلي، چې د افغان پناهغوښتونکو د منلو او د لیږد چارو ځنډول ضروري و، ځکه چې دوی سم نه دي ارزول شوي.