د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ریچارډ بینیټ د م.م. د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي


ریچارد بینیټ
ریچارد بینیټ

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸ یمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي. دا غونډه به د روانې فبرورۍ پر ۲۴مه پیل او کابو یوه نیمه میاشت دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته خپل راپور وړاندې کوي.

ریچارډ بنیټ دا راپور په داسې ورځ وړاندې کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د لاسلیک له پنځمې کلیزې سره برابره ده.

د ښاغلي بنیټ دا راپور لا خپور شوی نه دی خو له دې مخکې یې د یادې شورا تیرو ناستو ته د طالبانو تر واک لاندې د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو روان وضعیت زړه بوږنوونکی بللی.

ده په خپلو راپورونو کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجو، د پخوانیو پوځیانو او دولتي کارکوونکو د ورکولو او وژلو، او دغه شان پر ښځو د بېلابېلو بندیزونو له امله د ناورینونو ادعاوې کړې دي.

هغه څه چې د طالبانو د حکومت غبرګونونه یې پارولي او رد کړي یې دي او له همدې امله یې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې دغه هیواد ته د ښاغلي بینت په سفرونو بندیز ولګاوه.

یو شمبر افغان نجونې او میرمنې تمه لري چې په دې غونډه کې پر دوی د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو په اړه جدي خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۹مه) یې خپره کړې، ویلي، د دې سازمان ۵۸ غونډه به راتلونکې دوشنبه (دفبرورۍ په ۲۴مه) پیل او د اپریل تر ۴مې به دوام ولري.

افغانان له دې غونډې څه تمه لري؟

د کابل ښار او ننګرهار ولایت اوسېدونکو ګل رخ یارمل او شفیقې رحمتي ازادي راډیو ته وویل:

“زموږ تمه له دې ناستو دا ده چې په افغان ښځو او نجونو باندې پر لګول شویو بندیزونو وغږېږي، خصوصاً د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه بندیزونه، په دې ناستو کې په جدي توګه وڅېړل شي او دا محدودیتونه بېرته لرې کړل شي.”

“زما په اند دا ناستې که له افغانستانه بهر وي که دننه، باید د افغانانو خصوصا د ښځو غږ په کې ورسول شي، که ریچارد بنیټ دی که د نړۍ نور چارواکي او مشران باید د افغانستان ستونزې په پام کې ونیسي، د طالبانو له اوسنۍ حاکمې ډلې مو هم غوښتنه ده چې نور دې زموږ له مخې بندیزونه لرې کړي.”

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ مستشار محب الله تایب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې شورا فیصلې او پرېکړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبله لاندې د یو بنسټ په توګه د ملګرو ملتونو سازمان غړو ته الزامي جنبه نه لري، خو په خبره یې د اخلاقي او توصیوي اړخه یې پرېکړې مهمې دي:

“ خصوصا د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې د څار او مستند جوړولو لپاره، هغه میکانیزمونه چې د دې شورا د پرېکړه لیکونو په اساس جوړ شوي د نړۍ په ډېرو سیمو کې عدالت ته د رسېدو په برخه کې د اغیزو ګټې رسېدلي او زه فکر کوم چې افغانستان ته به یې هم ګټه ورسېږي چې وکړای شي یو غوره څارونکی میکانیزم جوړ کړي.”

طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د نورو ګڼو محدودیتونو تر څنګ افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او ښځې په ډیری دولتي او ټولو نادولتي ادرو کې له کار کولو راګرځولې دي.

خو د دوی ادعا تل دا ده چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، د دوی ۵۸ غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتریش په وینا پیل، له هغه وروسته به دبشري حقونو شورا عالي کمېشنر ولکر ترک، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رییس فیلیمون یانګ، او د سویس د بهرنیو چارو وزیر اګنازیوکاسیس غونډې ته وینا وکړي.

د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، کلیدي بحثونه به د غونډې په لومړیو ورځو کې د فبرورۍ له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې وشي چې د سلو غړو هیوادونو استازي به یې ویناوال وي.

XS
SM
MD
LG