اوچا د جنورۍ د میاشتې په خپل تازه راپور کې، چې پرون سې شنبه د فبرورۍ ۱۸مه خپور شوی، ویلي، د دې پروژو ځنډ له ۱ څخه تر ۳۰ ورځو پورې دوام کړی او له دې شمېرې ۴۸ سلنه لا هم ځنډېدلې دي.
په راپور کې د بشري مرستو د تطبیق په برخه کې د طالبانو لاس وهنه، فزیکي محدودیتونه، د بشري کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو په وړاندې تاوتریخوالی د دې پروژو د ځنډېدو لاملونه بلل شوي دي.
اوچا زیاتوي چې په تېره میاشت کې د بشري پروژ په چارو کې د طالبانو د لاسوهنو ۸۷ پېښې ثبت شوې. دا شمېره د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر په پرتله ۱۴ سلنه کموالی ښيي، ځکه چې هغه وخت ۱۳۶ پېښې ثبت شوې وې.
بشري مرستو ته د لاسرسي ستونزې
اوچا ویلي، د طالبانو دا مداخلې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو پر رسولو سختې اغېزې کوي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د اوچا د دې تازه راپور په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پوښتنو ځواب ور نه کړ.
له دې وړاندې، طالبانو د بشري پروګرامونو په چارو کې د دوی د مداخلې او له مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې ادعاوې رد کړې وې.
یو شمېر افغانان هم وايي چې د طالبانو مداخله د دوی د ژوند پر شرایطو مستقیم اغېز لري.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عارفالله ازادي راډیو ته وویل:
"داسې ډېرې پېښې شته چې د "ډبلیو اېف پي" (WFP) له لوري اړمنو او بې وزله کسانو ته د مرستې کارتونه ورکول کېږي، خو مثلاً که ۱۰۰۰ کارتونه راشي، ۶۰۰ یې بې وزله خلکو ته ورکول کېږي، پاتې طالبان په خپلو منځو کې وېشي."
په افغانستان کې د یوه نړیوالې مرستندویه موسسې مشر، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته تایید کړه، چې په ډېری مواردو کې سیمهییز طالبان د دوی په چارو کې مداخله کوي.
"دوی فکر کوي چې کومه مرسته کېږي، دا یوازې د دوی لپاره ده. خیریه کارمندان چې ساحې ته ځي، سیمهییز طالبان هڅه کوي چې ټول واکونه په خپل لاس کې واخلي. که دا بیا ونهشي، نو لږ تر لږه ۵۰ یا ۶۰ سلنه مرستې خپل کسانو ته ځانګړي کوي. نو، لاس وهنه شته او په پراخه کچه موجوده ده."
بشري کارکوونکو ته ګواښونه زیات شوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د جنورۍ په راپور کې د بشري کارکوونکو د نیولو او توقیف یادونه هم کړې.
د راپور له مخې، ۳۴ بشري کارکوونکي نیول شوي، چې ۲۵ یې نارینه او ۹ یې ښځې دي. دا شمېره د ډیسمبر د میاشتې په پرتله ۱۶۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا لومړی ځل نهدی چې طالبان د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په کارونو کې مداخله کوي.
اوچا د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د دوی د بشري مرستو په چارو کې پراخه لاسوهنه کړې، چې د کارونو د ګډوډۍ لامل شوې ده.