د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

پاکستان وايي طالبان دې ورستنېدونکو افغانانو ته د ژوند مناسب شرایط برابر کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د شارژدافیر پر څرګندونو سخت غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې افغانانو سره په پاکستان کې په درنښت چلند کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي د چارشنبې په ورځ د (فبرورۍ ۱۹مه) په یوه بیان کې، چې د دې وزارت پر ویب‌پاڼه خپور شوی، وویل، "د افغان چارواکو دا ادعاوې ناسمې دي چې ګواکې د افغانانو سره ناسم چلند کېږي. پاکستان له لسګونو کلونو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه‌توب کړی، او د محدودو نړیوالو مرستو باوجود یې هغوی ته زده‌کړې، روغتیايي خدمتونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي."

د دې ترڅنګ، پاکستان ویلي، د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پلان په ۲۰۲۳ کال کې پیل شو، او د دې پروسې پر مهال د هر ډول ناوړه چلند د مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې دوی له افغان چارواکو سره پراخې خبرې کړې دي، څو د افغان کډوالو د ورستنېدو پروسه منظمه وي.

پاکستان تر خپلې وسې هر څه کړي، خو اوس د طالبانو د حکومت اصلي ازموینه دا ده چې ایا دوی خپلو ستنو شوو وګړو ته په افغانستان کې د ژوند لپاره مناسبه فضا برابروي او که نه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان د شفقت علي له خولې زیاتوي " پاکستان تر خپلې وسې هر څه کړي، خو اوس د طالبانو د حکومت اصلي ازموینه دا ده چې ایا دوی خپلو ستنو شوو وګړو ته په افغانستان کې د ژوند لپاره مناسبه فضا برابروي او که نه".

د افغان سفارت اندېښنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې بیان مخکې په اسلام اباد کې افغان سفارت د چارشنبې په ورځ د (فبرورۍ ۱۹مه) پر خپلې ایکس/پخواني ټویټر پاڼې یوه اعلامیه کې ویلي وو، "پاکستاني چارواکو په رسمي ډول له سفارت سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هېڅ معلومات نه دي شریک کړي."

سفارت د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع باید روښانه کړي، او که دا اقدام انفرادي عمل وي، مخه یې ونیسي.

د سه شنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۸مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د پاکستاني چارواکو له خولې وویل:

"ټول افغانان، پرته له هغو چې معتبرې ویزې لري، باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر وروستۍ نېټې له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو ووځي."

ټول افغانان، پرته له هغو چې معتبرې ویزې لري، باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر وروستۍ نېټې له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو ووځي
د کډوالو عالي کمشنرۍ

په دې پرېکړه کې نه یوازې هغه افغانان شامل دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي، بلکې هغه هم پکې راځي چې پخوا پاکستان ته تللي او د ای سي سي او پي او ار کارتونه لري.

فریدالله، چې نږدې ۳۰ کاله کېږي پاکستان کې اوسېږي او په پېښور کې کاروبار لري، ازادي راډیو ته وویل، "دلته د افغانانو غټ غټ کاروبارونه دي، هر څوک شپږ یا اووه دوکانونه لري. دا سرمایه‌ګذاري چې افغانانو کړې، له منځه به لاړه شي، ځکه حکومت یې تاوان نه ورکوي. موږ په لسو یا پنځلسو ورځو کې نه شو کولی خپلې سرمايي او کاروبارونه راټول کړو."

د فریدالله په خبره، نه یوازې د پانګې له لاسه ورکولو ته اندېښنه لري، بلکې پاکستان افغانان داسې هېواد ته شړي، چې هلته کاروبار نشته او لا دمخه ورغلي کډوال له ستونزو سره مخ دي.

عبدالرحمن، چې د کندهار د نساجي د قنلدرزیو په کمپ کې له پاکستانه راستانه شوی، ازادي راډیو ته وویل، "زموږ د کلي دا حال دی: نه پاکو اوبو ته لاسرسی لرو، نه مسجد، نه مکتب، او نه کافي خواړه."

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې قانوني اسناد نه لري. خو په پاکستان کې مېشت افغانان بیا وايي، د قانوني اسنادو درلودو سربېره هم د پولیسو له لوري نیول او ځورول کېږي.

په وروستیو څو اونیو کې، د پاکستان حکومت د اسلام اباد په ګډون د ډېرو ښارونو افغان کډوال نیولي، چې یو شمېر یې بېرته افغانستان ته ایستل شوي دي.

د پاکستان د حکومت په وروستۍ اعلامیه هڅه شوې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو موضوع ته د یوې "قانوني او منظمي پروسې" بڼه ورکړي.

په دې بیان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نه یوازې دا چې اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د شارژدافیر څرګندونې رد کړي، بلکې یې دا پوښتنه یې هم راپورته کړې چې ایا د طالبانو حکومت کولی شي چې راستنو شوو افغانانو ته د اوسېدو او ژوند کولو مناسب شرایط برابر کړي؟

دا دریځ څرګندوي چې پاکستان غواړي له خپلې خاورې څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په برخه کې د نړیوالو انتقادونو مخه ونیسي، او پر طالبانو فشار راوړي چې د کډوالو د بېرته جذب لپاره مسولیت واخلي.

XS
SM
MD
LG