د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

په ویانا کې د طالبانو مخالفو څېرو د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه


د ویانا غونډه، ارشیف
د ویانا غونډه، ارشیف

په ویانا کې د طالبانو د حکومت د سیاسي او پوځي مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه پرون چهارشنبه پای ته ورسېده. ګډونوالو یې په یوه اعلامیه کې د لنډمهالي یا عبوري حکومت جوړېدل غوښتل او په ټکو یې نړیواله ټولنه باید له دوی سره په دې هدف کې مرسته وکړي.

په ویانا کې د طالبانو د حکومت مخالفو څیرو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د یوه " عبوري یا لنډمهالي حکومت" له جوړېدو سره مرسته وکړي.

دغو مخالفو څېرو پرون چهارشنبه د ویانا بهیر پنځمه غونډه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسوله.

په اعلامیه کې چې ګڼ شمېر افغان رسنیو خپره کړې راغلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو په وړاندې " د افغانستان د خلکو مبارزه او هوډ" په رسمیت وپیژني.

دوی دغه راز ویلي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یې دلارې نقشه برابره کړې چې اډانه کې یې سیاسي راتلونکې، نړیوالې اړیکې، بشري حقونه او اقتصادي مسلې رانغښتل شوې دي.

طالبانو د غونډې پر اعلامیې تبصره نه ده کړې، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې دغه غونډه تکراري او بې ګټې بللې وه.

مجاهد ویلي و چې د غونډې ګډونوال جګړه غوښتونکي او دسیسه جوړونکي دي.

د ویانا د غونډې مهم ګډونوال د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر محمد یاسین ضیا دی.

پر دوی سربیره لسګونه نورو سیاسي څېرو، د پارلمان پخوانیو غړو او د بشري حقونو او ښځو فعالانو په غونډه کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG