د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې اونۍ مخکې له کابل څخه دوحې ته تللی و او د هغو کسانو په ډله کې یې یادونه شوې چې ګوندې د طالبانو د رهبر ملا هبتالله اخوندزاده سره د اختلافاتو له کبله خوابدی دی، د پنجشنبې په ورځ کابل کې راڅرګند شو او د عزیزي ګروپ د څو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې یې د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف رد کړ او رسنۍ یې د داسې راپورونو د خپرولو له کبله "مغرضې" وبللې.
ملا عبدالغني برادر، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ترې د مارچ تر درېیمې نیټې د سفر بندیز لرې کړی، خو نوموړی تر دې نیټې نژدې دوه اونۍ مخکې بېرته کابل ته ستون شوی، زیاته کړه،
"دا نظام مو په اطاعت او خپلمنځي احترام ګټلی دی، احترام او اطاعت د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام کوي. زموږ د ټولو فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر ابادۍ او د هېواد پر سوکالۍ متمرکز دی."
دا نظام مو په اطاعت او خپلمنځي احترام ګټلی دی، احترام او اطاعت د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام کويد رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت هم د کابل د سردار محمد داوود خان روغتون کې د وینا پر مهال ورته خبره وکړه او د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو راپورونه یې رد کړل. د هغه په ټکو،
"دوی په وروستیو کې کله د امارت د مشرانو ترمنځ د اختلاف خبره کوي، کله د امارت د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف خبره کوي او کله هم د قومي تعصب خبرې راپورته کوي، چې ټوله موخه یې د افغانانو ځپل دي."
په ورته مهال د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد، چې د پنجشنبې په ورځ یې د سردار محمد داوود خان روغتون د نويو څانګو د پرانیستې پر مهال وینا کوله، له نړۍ سره د "اسلامي او ملي ګټو" د ساتنې په چوکاټ کې د تعامل او ګډ ژوند غوښتنه وکړه.
نوموړی که څه هم د طالبانو د مشرانو د اختلافاتو راپورونه په صریحو ټکو رد نه کړل، خو د ستونزو د هواري لپاره یې پر زغم او حوصلې ټینګار وکړ او ویې ویل، "که یو څوک تقاضا لري، یا د ملت بعضې غوښتنې وي، چې دا باید په یوه ورځ یا په دوه ورځو کې حل شي، خو ځینې وختونه د ځینو ستونزو د هواري په خاطر تر هغې لویې ستونزې زیږي.
تر هغې له لویو ستونزو سره موږ مخامخ کېږو. نو ګورئ د تل پاتې امنیت، ثبات، استحکام او د افغانستان د راتلونکې د ژغورنې په خاطر موږ باید حوصله وکړو، باید صبر وکړو، له زغم څخه کار واخلو، او په ښه تدبیر د خپلو ستونزو هواري ته ور وړاندې شو، څو خدای مه کړه داسې ونه شي چې موږ د یوې ستونزې هواري ته راشو، خو پر ځای یې څلور یا پنځه نورې ستونزې وزیږوو."
کله د امارت د مشرانو ترمنځ د اختلاف خبره کوي، کله د امارت د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف خبره کوي چې د ټوله موخه د افغانانو ځپل ديدفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت
خو د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، چې شا او خوا میاشت مخکې له کابل څخه متحده عربي اماراتو او بیا سعودي عربستان ته په یو سفر تللی، نه یې خپله او نه ورته نژدې سرچینو تر اوسه د هغو راپورونو په اړه، چې وايي د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده سره د نوموړي مخالفتونه زیات شوي، کومه تبصره نه ده کړې.
ځینو ناتایید شویو راپورونو کې ویل شوي حقاني له سفر بېرته افغانستان ته ستون شوی، خو ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا راپورونه نه شي تاییدولی.
د طالبانو یو شمېر چارواکي په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته راڅرګند شول او خبرې یې وکړې، چې په کې ویل شوي وو د دې ډلې د مشر د پرېکړو، په تېره بیا د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په اړه د دریځ له امله د طالبانو د کابینې ډېری وزیران خوابدي دي او ځینو یې ان استعفاوې کړي، چې نه دي منل شوي.
د خپل مشر څخه د ځینو طالب مشرانو دا خوابدي هغه مهال زیاته او علني شوه، چې ملا هبتالله اخوندزاده د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د نیولو حکم ورکړ.
ستانکزی، چې په کابل کې د کابینې د نورو غړیو په مرسته په پټه له هېواده د باندې واستول شو، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې اوسي.
د طالبانو مشران هڅه کوي، چې د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه رد کړي، خو د سراجالدین حقاني چوپتیا، د ملا یعقوب احتیاطي څرګندونې، او د شېر محمد عباس ستانکزي اوږد غیابت داسې پوښتنې راولاړوي، چې آیا دا اختلافات رښتیا هم یوازې تبلیغات دي، که په ریښتیا د طالبانو په لوړو پوړیو کې اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي؟