د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري “یو ان اچ سي ار” یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري وضعیت د ترینګلتیا خبرداری ورکړی دی.
“یو ان اچ سي ار” په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۹ مه خپور شوی، ویلي، په افغانستان کې وضعیت لا هم د نړۍ له شدیدو ناورینونو څخه دی.
وړاندې په راپور کې راغلي چې د بشري حقونو سرغړونې، اقتصادي بې ثباتۍ، د خوړو شدید نه خوندیتوب او طببعي پېښې به احتمالا په روان میلادي کال کې د سیمې ثبات وګواښي.
“یو ان اچ سي ار” ویلي، که څه هم په ټولیز ډول امنیتي وضعیت ښه شوی او هغه سیمې چې پخوا د لاسرسي وړ نه وې اوس یې ورته لاسرسی شته، خو لا هم په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې جدي ننګونې شته.
راپور زیاتوي، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د طالبانو پخواني ځپونکي فرمانونه تدوینوي، چې افغان ښځې او نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو، کارځایونو او عامه ځایونو ته له تلو راګرځوي.
د بشري حقونو سرغړونې، اقتصادي بې ثباتۍ، د خوړو شدید نه خوندیتوب او طببعي پېښې به راتلونکی کال د سیمې ثبات وګواښي
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې د طالبانو حکومت له بندیزونو سره مخامخ دي وايي، د صادرو شویو فرمانونو له امله یې اقتصادي ننګونې ډیرې شوې دي.
د هرات ولايت يوې اوسېدونکې، چې نه يې غوښتل په راپور کې یې نوم واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل، وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر کار محدوديتونه ولګول، بېکاره شوې او د اقتصادي ستونزو له امله اوس مرستو ته اړه ده:
“د کور کرایه نه لرم، مخکې مې کار کاوه خو اوس هېڅ هم نه لرم، د مصرف او خرڅ پیسې هم نه لرم، که په اونۍ کې یوه ورځ سبزۍ واخلو هماغه مې اولادونو ته ورکوم، د پخولو لپاره نور څه نه لرم وضعیت ډېر خراب دی، له هېوادوالو مې هیله دا ده چې زموږ بې وزلو لاسنیوی وکړي.”
د کابل ښار اوسېدونکې بهار هم ازادي راډیو ته وویل:
“مور مې ښوونکې وه خو د ښځو پر کار د محدودیت له لګېدو وروسته اوزګاره شوه او کار نه شي کولای، ما سره له دې چې کلونو مې درسونه وویل او ډېر مهارتونه مې زده کړل او کولای شم په بېلابېلو برخو کې کار وکړم خو زما پر وړاندې محدودیت لګول شوی، سره له دې چې دير کمرزوي اقتصادي حالت سره مخ یو خو نه شم کولای له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم.”
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي، خو درې نیم کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته یې لومړی پر افغان نجونو له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه پر زده کړو بندیز ولګاوه او بیا یې د ګڼو نورو بندیزونو ترڅنګ په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې دوی له کار کولو راوګرځولې.
د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو او څېړنو له مخې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو له زده کړو او کار د راګرځېدو له امله د دغه هېواد اقتصاد ته هر کال ۱.۴ میلیارده ډالره زیان رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې ویلي، چې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې به په افغانستان کې کابو ۲۲،۹ میلیونه وګړي، چې د دې هېواد د نفوسو نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.